چین او پاکستان طالبانو ته: بین‌الافغاني خبرو ته لار هواره کړئ

د افغانستان، چین او پاکستان سټراټېژيک ډیالوګ په نوم سیمه‌ییزې اجماع درې اړخیزه ناسته نن د افغانستان په کوربه‌توب په کابل کې جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دې ناسته کې د درېوو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالانو ګډون درلود او په‌کې غوښتنه شوې چې طالبان باید ژرترژره د سولې خبرو د پيل لپاره تاوتریخوالی کم او اروبند ومني.

هېواد په کابل کې خبري ناستې ته په خبرو کې دغه راز وویل چې چین او پاکستان له طالبانو غوښتنه وکړه چې دغه ډله باید د سولې بین‌الافغاني خبرو لپاره لار هواره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل، په یاده درې‌اړخیزه ناسته کې د چین او پاکستان استازیو ټینګار کړی چې له هر ډول ترهګرو ډلو سره به ګډه مبارزه کوي او په افغانستان کې د شته ننګونو له منځه وړلو لپاره به جدي ګامونه اخلي.

د سولې او بین‌الافغاني خبرواترو په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع جوړولو لپاره جوړه شوې درې‌اړخیزه غونډه به درې ورځې په کابل کې روانه وي.

تېره ورځ هم د سولې لپاره د اجماع پیاوړي کولو په نوم د سیمې د ۲۰ هېوادونو له استازیو سره په مشورتي ناسته کې د سولې له پروسې، د افغانانو ترمنځ د خبرو له پیلېدو، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمولو او بندیانو د تبادلې په اړه د سیمې هېوادونو پر ملاتړ ټینګار وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دولت ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړې، څو د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې د سیمې هېوادونو په کچه اجماع جوړه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام