چاريکارو کې سېلابونو د اوبو رسولو شبکې او د ښار زېربناوې له منځه وړي

د پروان ولایت مرکز چاریکارو کې درې ورځې وړاندې راوتلو سېلابونو نه یوازې ۱۲۰کسان ووژل او ۱۳۰ نور یې ټپیان کړل؛ بلکې شبکې او مهمې او د خلکو د ژوند لومړنۍ زیربناوې یې هم له منځه یوړې.

د چاریکارو اوسېدونکي چې له ډېر وخت راهيسې د پاکو اوبو له نشته کړېږي، وروستیو سېلابونو یې شته د دولتي او خصوصي اوبو رسولو شبکې هم له منځه یوړې.

په پروان ولایت کې مدني فعالان په دې ولایت کې د حکومتي بنسټونو له ضعیف مدیریت نه ناخوښه دي او له پېښې وروسته راتلونکي ناورین ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د ياد ولايت مدني فعال منیب الحق وايي، خلک اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري او د دې ښار اوسېدونکي شپې او ورځې له ګڼو ستونزو سره تېروي.

نوموړی له حکومته غواړي چې دا وضعیت هرڅه ژر پای ته ورسوي.

د پروان ځايي اداره د زېربناوو د له منځه تللو په برخه کې د دې ولایت له اوسېدونکيو سره هم نظره دی.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار سلام وطندار ته وویل، د ښار په کچه د پاکو اوبو د تامین لپاره د خلکو او مرستندويه بنسټونو له لوري هڅې روانې دي.

نوموړې د اوبو رسولو د شبکو، برېښنا، مخابراتو او د عمومي او فرعي لارو بیا جوړونه وخت نیوونکې بولي.

په چاریکارو ښار کې د سېلابونو له راوتو وروسته د حکومتي او نورو چارواکيو، خلکو او خیریه بنسټونو له لوري ډېرې ژمنې او مرستې شوې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام