د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، له دې وروسته به هیڅ چاته اجازه ور نه کړل شي، چې د دغه ولایت په نظامي چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مرستیال اسدالله له ټولو، سیاسي او مدني ډلو غوښتنه وکړه، چې خپل هر عمل ته پام وکړي او په نظامي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
هغه، چې نن دوشنبه (سپټمبر۲۸مه) يوې خبري ناستې ته خبرې کولې زياته کړه، چې د نظامیانو په چارو کې لاس وهل امنيتي ځواکونو ته په سپک نظر کتل دي.
نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري، چې خپلې چارې سمبال کړي او په سیمه کې امن راولي.
د هغه په خبره په تېره یوه اوونۍ کې يې ۱۳ کسان سره د وسلو او مهماتو نیولي دي، چې له ځان سره يې د سیمې د ناامنه کولو له پاره لوی لوی پلانونه لرل.
د ننګرهار امنیتي چارواکي په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي، چې تېره ورځ په همدې ولایت کې یوه پراخه غونډه شوې وه، چې ګډونوالو یې د وسله والو په خلاف د پاڅون دړکه کړې وه او په حکومت یې غږ کړی و، چې که د په دې ولایت کې د ناامنيو په خلاف نه لاس په کار کيږي؛ نو دوی به خپله ټوپک واخلي او د وسله والو خلاف به جګړه پېل کړي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير هم د داعش په خلاف د جګړې له پاره ټټر وهلی او حکومت ته یې ۱۵ ورځې وخت ټاکلی چې خپله ګام واخلي؛ ګنی دی به په ننګرهار کې د داعش خلاف جګړې ته مټې رابډ وهي.
خبریال او شنونکی نعمان دوست هم وايي چې دامنيتي چارواکو ګوت څنډنه په حقیقت کې د ولسي جرګې د مرستیال څرګندونو سره تړاو لري.
په غونډه کې د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد په کوټ، اچین او هسکه مېنه کې د داعش وسله والې ډلې پرضد د پیل شويو عملیاتو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، په کوټ کې د خلکو په مرسته عملیات بریالي وو او ۹۰ سلنه خاوره د کوټ ولسوالۍ تر امنیتي پوښښ لاندې ده.
هغه دا هم وویل، خلکو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ ژمنه کړې ده چې د خپلې سیمې به ساتنه کوي او اوس مهال په یاده ولسوالۍ کې ټولې چارې سمې روانې دي.
د هغه په خبره، په دغه ولسوالۍ کې ۵۰ محلي پولیس له پخوا او کابو ۱۵۰ نور د سیمې د خلکو په غوښتنه او همدې خلکو نه زیات شول، پوستې ورته جوړې شوې او په وسلو هم سمبال شول.
شېرزاد زیاتوي، په اچین، کوټ او هسکه مېنه کې د دوی پوځي عملیات یوازې د داعش وسله والې ډلې پرضد روان دي او وسله وال طالبان په دغو سیمو کې نه شته دی.
هغه وايي، تېره ورځ په اچین کې ۹۵ داعیشان وژل شوي دي، چې اکثره يې پاکستانیان وو.
امنیه قومندان وايي، په داخل د ښار کې به امنیتي ګامونه نور هم ډېر کړي او د ټولو غیر مسولو وسله والو په ښار کې د ګرځيدلو مخه به ونیسي.
امنیه قومندان له ټولو رسنیو هم غوښتنه وکړه، چې د عملیاتو په اړه د راپور ورکولو له پاره له دوی نه جزیات واخلي او د سر چوک اوازې دې نه خپروي.
په کوټ ولسوالۍ کې کابو دوه اوونۍ وړاندې د داعش وسله والې ډلې پرضد د سیمې د خلکو په مرسته پوځي عملیات پیل شوي وو، چې د امنیتي ارګانونو په خبره په کې ۵۹ وسله وال وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
کوټ هغه ولسوالۍ وه، چې د داعش وسله والې ډلې د شتون او زور زیاتیو له امله يې ښوونځي تړل شوي وو او سلګونه کورنۍ يې هم بې ځایه شوې وې.
شینوارو هسکه مېنه او چین لا هم هغه ولسوالۍ دي، چې داعش وسله واله ډله په کې فعاله ده او دغلته ټول ښوونځي تړل شوي دي او سلګونه کورنۍ هم له خپلو کورونه بې ځایه شوي دي.
چارواکي وايي ډېر ژر به دغه سیمه له وسله والو پاکې کړي.