د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل له رسنیو سره په خبرو کی وویل، چې شاوخوا يوه مياشتې کېږي، چې په سنګين او مارجې ولسواليو کې د پوليسو تنخواګانې د يو پلاوي له خوا په هماغو سيمو کې وېشل کيږي.
له دې وړاندې داسې راپورنه خپاره شوي و چې په دغه ولایت کې د پوليسو تنخواګانې د پولیسو جېبونو ته نه، شخصي جيبونو ته ځي دي.
دهلمند ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دې تور یې ځينې کسان څارنوالۍ ته ور پيژندلي دي.
هغه وایي، دا ګام یې وروسته له هغه پورته کړ، چی کله رسنيو د پوليسو د تنخواوو په برخه کې له درغليو نه پرده پورته کړه.
قومندان ملاخېل وايي، د دغو پيسو زیاته برخه شخصي جېبونو ته ځکه تللې، چې اکثره پولیس یا غیر حاضر وو او یا به له سره په دغو نومونو پولیس موجود نه وو.
د ده په خبره، اوس څه باندې ۷ میلیونه افغانۍ له درغلیو ژغورل شوې دي.
د قومندان ملاخېل په وینا، په پام کې لري، چې دغه ډول پلټنې په ټولو ولسوالیو کې وکړي او مجرمین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د نوموړي په باور، په لرې پرتو سيمو کې پولیسو ته تنخواګانې ځکه لاس په لاس ورکول کېږي، چې هغوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي او بانکي اسانتیاو ته لاس رسی نه لري.
په هلمند کې شاوخوا ۷ زره ملي پولیس او ۳ زره سیمه ییز پولیس دنده ترسره کوي، خو لا هم د دغه ولایت ۳ ولسوالۍ د دولت د وسلوالو مخالفینو په ولکه کې دي.