چارواکي: سږکال هېواد کې د اورښت کچه ۶۱سلنه کمه شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال کې د اورښت کچه ۶۱سلنه کمه شوې او وچ‌کالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې وزارت مرستیال خان‌محمد تکل چې نن د کلیو پراختیا او بیارغونې او کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکیو سره یوځای، د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوی و وویل، د وچ‌کالۍ اغېزې کمولو او سېلابونو مخنیوي له‌پاره یې ۲۶۵ پروژې ډیزاین کړي چې طرحه یې منل شوې او د عملي کولو له‌پاره یې ۱۳ میلیونه ډالر هم منظور شوي دي.

د تکل په وینا، اوس‌مهال د اوبو د تاسیساتو له‌پاره د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت په ۳۱ ولایتونو کې ۴۱ پروژې ترکار لاندې دي.

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت‌غفور وايي، د کرنې اوبو سپما په موخه هڅه کوي چې بزګرانو ته د اوبو لګولو نوې بڼه وروپېژني او د راتلونکي له‌پاره د اړتیا وړ خوراکي توکي او د څارویو شومې زېرمه کړي.

د غفور په وینا، د کرنې او اوبو لګولو، د کلیو پراختیا او بیارغونې او اوبو او برېښنا وزارتونو د ولسمشر له پخواني امر سره سم د وچ‌کالۍ پروړاندې مبارزې له‌پاره طرحه چمتو کړې چې په عملي کولو سره به یې تر راتلونکي کاله اوسنۍ ستونزې کمې شي.

بلخوا د کلیوپراختیا او بیارغونې وزیر مجیب‌الرحمان کریمي د ولسي جرګې عمومي غونډې کې وویل، د وچ‌کالۍ د اغېزې کمولو له‌پاره یې تر ۲۰۰ ډېرو ژورو او نیمه‌ژورو څاګانو کیندلو ترڅنګ، د اوبو رسولو ۱۶۴ شبکې بشپړې کړي او یوشمېر نورې به یې د دې کال ترپایه بشپړې شي.

نوموړي زیاته کړه، په پام کې لري چې په راتلونکیو دوو اوونیو کې د کلیوالي صنایعو پروګرام پیل کړي چې ۵۰۰ زرو ښځو ته به ‌په‌کې کار پیدا شي. دغه راز د ۱۳ ولایتونو لرې پرتو سیمو ته هم سولري برېښنا ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام