د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ ځېنې ښوونکي ادعا کوي، چې د دوی معاشونه د مستوفیت څخه اخیستل شوي او د مسولو چارواکو له لوري پرې تجارت کیږي.
دغه ښوونکي، چې شمېر یې ۱۸۳ تنه دي وايي، چې له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د نور ګرام ولسوالي ښوونکي ګواښ کوي، که ژر تر ژره یې ستونزې حل نه شي، نو په ادارو کې به ناست وي او ټولګیو ته به درس ته نه ورځي او په اوږد مهالي ډول به ټولګیو ته د نه ورتګ اعتصاب وکړي.
دغه ښوونکي وايي، چې د دوی میاشتنی میاشت ۵ زره افغانۍ دي او د یوې میاشتې لګښتونو له پاره بسنه نه کوي.
دوی شکایت کوي او وايي، چې هر میاشت د دې پر ځای چې دوی ته د معاش حواله کولو خبر ورکړي، بلکې د مستوفیت څخه د پیسو وتلو خبر ورځي او معلومه نه وي، چې چا ته دغه پیسې ورکول کیږي.
د نورستان ولایت د پوهنې رییس ډاکټر غلام حسین دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې د نورګرام ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه په مکمل ډول ور لېږل شوي دي.
غلام حسین ژمنه کوي، چې د ښوونکو ستونزې به ډېر ژر حلوي او د ښوونکو د هغې ادعا په اړه چې ګواکې د دوی په معاشتونو تجارت کیږي؛ وویل، چې
که ښوونکي په دې اړه کره اسناد وړاندې کړي، په اړه به پلټنه وکړي او عاملین به یې دقانون منګولو ته وسپاري.
د نورستان د پوهنې رییس د ښوونکو د معاشونو د ځنډ په اړه وویل، چې د ناامنیو له امله نه شي کولی لرې پرتو ولسوالیو ته په وخت سره د ښوونکو معاشونه ور ولېږي.
خو له بلې خوا ښوونکي وايي، چې د دوی پیسې دې د بانکونو له لوري ورته وکړل شي.
په نورستان کې د ښوونکو ستونزه نوې نه ده، د ښوونکو په وینا، په تېرو کلونو کې هم د دواب ولسوالي د ټولو ښوونکو پیسې د معتمدانو له خوا هیف میل شوي وې.
ښوونکي وایې، که د دوی د معاشونو د ورکړې سیستم بانکي نه شي اوسنۍ ستونزې به پر ځای پاتې وي.