چارواکي: د امریکايي ټانکونو په بدل کې روسیه طالبانو ته نظامي اکمالات کوي

د افغانستان په شمال ختیځ کې یو حکومتي چارواکی ادعا کوي، چې وسله‌وال طالبان د وسلو او نظامي مهماتو په بدل کې له امنیتي ځواکونو نیول شوي ټانکونه روسیې ته ورکوي.

د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوال نصیرالدین سعدي وايي، "دا یو حقیقت دی" چې په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‌والو طالبانو له امنیتي ځواکونو ۴ نیول شوي امریکايي هاموي ټانکونه د "کیمې" په وسیله د امو سیند له لارې تاجکستان ته لېږدولي دي.

کیمه هغه وسیله ده، چې په ځينو ځایونو کې د سیند پر غاړه د پُل پر ځای استعماليږي او خلک د کېبلونو پواسطه له سینده پورې وځي.

د دشت ارچي ولسوال وايي، دغه ولسوالۍ له تاجکستان سره ۵ کیلو متره ګډه پوله لري، چې طالبان د دې ولسوالۍ په شاهروان او د ملاقلي په نوم سرحدي سیمه کې واک لري.

دی وايي، وسله‌وال طالبان له همدې سیمو د کیمه په وسیله امریکايي ټانکونه روسانو ته سپاري او په مقابل کې یې وسلې او مهمات اخلي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په افغانستان کې د روسیې سفارت نظر هم واخلو، خو د پرلپسې اړیکو سره ـ سره  بریالي نه شو.

په دې وروستیو کې رسنیو د طالبانو او روسانو اړیکو په اړه راپورونه هم خپاره کړي وو.

له دې مخکې د فراه او کندوز والیانو ادعاوې کړې وې، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او په دې اړه اسناد هم لري.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي ویلي و، چې روسیه یوازې په افغانستان کې د خپل سفارت او ډيپلوماتونو د امنیت خوندیتوب له پاره له طالبانو سره اړیکې لري.

نوموړي ویلي و، چې روسیه یوازې له افغان دولت سره تخنیکي او نظامي مرستې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام