څلور اړخیزه ناسته کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه معلومېږي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې سبا (سه شنبه) په کابل کې د سولې په څلورمې څلور اړخیزې غونډه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه مشخصېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد سلام وطندار ته وویل، چې سبا ته به په غونډه کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې د نقشې پر تطبیق خبرې وشي.

د څلور اړخیزې غونډې همغږي کوونکیو دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د سولې په اړه په جوړه شوې غونډه کې په دې سره توافق ته ورسېدل، چې د سولې د خبرو اترو د عملي کولو له پاره به نقشه جوړوي.

ازاد د سبا ورځې څلور اړخیزې غونډې ته خوشبین دی او وايي، چې دغه ډول غونډې د سولې راتګ ته ښه زمینه برابرولی شي.

د ازاد پر وینا، که چېرې طالبان سبا ته په غونډه کې د مخامخ خبرو نه په شا شي؛ حکومت به هم خپلې تګلارې ته بدلون وکړي.

ده ټینګار وکړ، چې د سولې د نقشې پر بنسټ به له طالبانو سره خبرې وشي او په دغو خبرو اترو کې به د هېوادوالو ګټې او د تېرو لسیزو لاسته راوړنې په نظر کې ونیول شي.

شنونکي هم دغه ډول غونډو ته هیله من دي؛ خو وايي، چې له طالبانو سره خبرې اترې زیات وخت ته اړتیا لري. دوی وايي، دا خبرې اترې هغه وخت پایله ورکوي، چې د طالبانو ټولې ډلې د خبرو پر وخت موجودې وي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب منلي سلام وطندار ته وویل، له طالبانو سره د روغې جوړې او سولې په اړه خبرو اترو له پاره ډېر وخت ته اړتیا ده.

د منلي پر وینا، پاکستان هم په دغه ډول غونډو کې خپلې ځانګړې موخې لري او په سیمه کې د جګړې د ختمېدلو غوښتونکی دی.

د افغان سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین دغه څلورمه څلور اړخیزه غونډه په کابل کې په داسې حال کې جوړېږي، چې طالبان په دوو عمده ډلو، د ملا اختر محمد منصور او ملا محمد رسول پر مشرۍ وېشل شوې دي.

سبا به معلومه شي، چې د سولې په اړه دغه ډول غونډې به طالبان خبرو ته حاضر کړي او جنګ به پای ته ورسوي او که نه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام