څلورو ولايتونو کې د ثبات او همپالنې ډلې د بريا جشنونه ونمانځل

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو پنجشیر، بغلان، سمنګان او سرپُل ولایتونو کې د لاریون او جشن په ترسره کولو، د عبدالله عبدالله په مشرۍ له ټول‌شموله حکومته ملاتړ وکړ.

پنجشیر ولایت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو نن شنبې د پنجشیر ولایت مقام کې په راټولېدو سره د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د بریا جشن ونیوه او د دغه ټیم له بریا یې ملاتړ وکړ.

د پنجشنیر والي کمال الدین نظامي د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د لسګونو پلویانو په منځ کې له ټولو اوسېدونکيو په ځانګړې توګه له حکومتي کارکوونکيو وغوښتل چې د تېر په څېر خپلې چارې مخ ته یوسي.

په ورته وخت کې سرپُل ولایت کې هم د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لسګونو پلویانو د ولایت مقام کې غونډه جوړه کړې وه او د حکومت جوړولو لپاره یې د دغې ټاکنیزې ډلې له دریځه ملاتړ وکړ.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج وايي، د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټول‌شموله حکومت د ۳۴ ولایتونو لپاره نوي تشکیلات او والیان انتخاب کړي چې یو پر بل پسې به معرفي شي.

تینج خبرداری ورکوي، هر هغه څوک چې دغې پرېکړې سره مخالفت وکړي له دندې به لرې شي.

دې سره هم‌مهاله بغلان ولايت کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لسګونو پلویانه د دې ولایت مقام ودانۍ محاصره کړې او هڅه کوي چې د عبدالله عبدالله له لوري مصطفی محسني د تازه والي په توګه معرفي شي او خپلې چارې پیل کړي.

هغوی بغلان ولایت کې د ټولو حکومتي بنسټونو دروازې تړلې دي.

د سمنګان مرکز ایبک ښار کې هم د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لسګونو پلویانو د افغانستان ولسمشر په توګه د عبدالله عبدالله د انځور په نصبولو سره چمتووالی ښودلی چې د دغې ډلې له لوري تازه‌ معرفي شوی والي د سمنګان ولایت په څوکۍ کېنول شي.

له دې ټولو سربېره، افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما یوه اعلامیه کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له لوري د تازه والیانو معرفي کولو او له روان وضعیته اندېښنه څرګنده کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام