د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت ۴ م پړاو "شپږیز" لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ نن په ۲ لوبو سره په کابل-الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په لومړۍ لوبه کې نبي عیسی خیل خپلې "بند امیر" لوبډلې ته او په دویمه کې اصغرستانکزي او نواز خان خپله "کابل بازان" لوبډله بریا ته ورسوله.
د شپږیزې په لومړۍ ورځ لومړۍ سیالۍ کې د دفاعي اتلې "سپین غر" او "بند امیر" لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه.
په سیالۍ کې حمید حسن د پچې ګټلو وروسته کوربه لوبډلې ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه، چې ورته په زیان تمامه شوه.
په سیالۍ کې بند امیر لوبډلې که څه هم لومړي لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل، خو په منځ کې حشمت الله شهیدي نیمه سلیزه کړه او پای یې کپتان نبي عیسی خیل په چټکو ۸۳ منډو وکړ.
د نبي عیسی خیل له خوا په ۳۶ بالونو د ۶ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ ۸۳ منډو سره بند امیر ښاماران لوبډلې سپین غر پړانګان لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف ورکړ.
د سپین غر له خوا یواځینې بالر افتاب عالم وو، چې په وار وار یې ویکټې ترلاسه کړې او په ۴ اورونو کې یې د ۱۳ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوی هدف سپین غرترلاسه نه کړای شو او ټوله لوبډله د نوین الحق د ۳ ویکټو په مټ په ۱۲۳ منډو وسوځیده او په ۴۱ منډو سترتوپیر سره یې په ماتې پیل وکړ.
نبي عیسی خیل په هر اړخیزې لوبې سره چې نیمه سلیزه او ویکټ یې ترلاسه کړی و د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
دغه راز په ۲مه لوبه کې بیا کابل بازان لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او د جاوید احمدي له خوا د ۳ ویکټو اخیستلو سره سره یې د کپتان اصغرستانکزي د ۳۶ منډو په مټ ۱۵۳ منډې جوړې کړې.
ټاکل شوی هدف امو نهنګان لوبډلې د ښکلي پیل او پاکستاني سلمان بټ د نیمه سلیزې سره سره ترلاسه نه کړای شو په ۱۴۲ منډو وتوانیده او په ۱۱ منډو یې ماتې ته غاړه کیښوده.
که څه هم اصغرستانکزي ترټولو زیاتې ۳۶ منډې جوړې کړې وې، خو ځوان تیزبالر نوازخان بیا ۴ اورونو کې د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۲ مهمې ویکټې ترلاسه کړې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ټاکل شوې ده، چې د روانو سیالیو په دوام به د سبا ورځې په لومړۍ لوبه کې د نجیب الله ځدران په کپتانۍ کې بوست ساتونکي لوبډله، چې ورسره لوبیدو ته نن پاکستانی بسم الله خان هم کابل ته راورسید د نوروزمنګل په کپتانۍ کې له مس عینک سره او په ورپسې لوبه کې په نننۍ لوبه کې ماته خوړونکي د حمید حسن په کپتانۍ کې سپین غر پړانګان لوبډله اصغر ستانکزي په کپټانې کې له کابل بازان لوبډلې سره لوبيږي.