ځېنې هېوادوال په لویو لاریو کې د موټر چلونکو له خوا د زیاتو کرایو اخیستلو شکایت کوي او وايي، سره له دې چې د تېلو بیه را کمه شوې ده، خو بیاهم له مرکزه ولایتونو ته د تګ پر مهال له دوی زیاته کرایه اخیستل کېږي.
دغه وطنوال له وزګارتیا او ناوړه اقتصادي حالته اندیښمن دي.
له کابله شمالي ولایتونو ته ځېنې تلونکو مسافرو سلام وطندار ته وویل، چې په بازارونو کې د تېلو او ګازو بیې نږدې نیمایي راټیټې شوي دي، خو د موټرو په کرایو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
د وحیدالله او قنداغا په نومونو دوه مسافرو وویل، چې مسوول بنسټونه د لویو لارو او سپرلۍ وړونکو موټرو له اتحادیو پوښتنه نه کوي، چې څومره کرایه اخلي.
دوی شکایت کوي، چې ازاد بازار دی او هر څوک په خپل سر دي.
دوي زیاتوي، چې « مخکی هم ۷۰۰ افغانۍ وه او اوس هم ۷۰۰ افغانۍ ده، اوس هم د موټرو په کرایو کې هیڅ تغییر نه دی راغلی.»
په همدې حال کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند حکمتالله قوانچ سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې ولایتونو ته په همغږۍ سره د موټرونو د کرایو لایحه جوړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به عملي شي.
ده وویل، چې په راتلونکې اونۍ کې به د دې لایحې کار بشپړ شي او عملي بڼه به غوره کړي.
قوانچ وايي، په کابل ښار کې د اوس له پاره د کرایې انداره ټاکل شوې او ادارو ته لېږل شوې ده.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ددوی کار کوونکي په ټول ښار کې دا لایحه په جدي ډول کنټرولوي.
له بل لوري د کابل ځېنو ټکسي موټر چلوونکو سلام وطندار ته وویل، چې دوی په کرایو بدولون راوستلی دی.
د کابل ښار ټکسي چلوونکي جمعه خان په دې اړه وویل، هغه مهال چې د تېلو بیه لوړه وه ۷ زره افغانۍ یې اخیستلې خو اوس ۴ زره افغانۍ اخلي.
ټکسي چلوونکی وایي، چې د تېلو هغو بیو ته په کتو، چې په نړۍ کې رالویدلې دي، په افغانستان کې په هغه ډول نه دي راټیټې شوي.
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار ته وویل، په نړیوالو بازارونو کې یوازې د اومو تیلو بیې ټیټې شوي دي، په داسې حال کې، چې افغانستان چاڼ یا تصفیه شوي تېل واردوي.
دی وايي، چې د نورو هېوادونو په پرتله زیات ګمرکي لګښت لري، دوه درې ډوله ټکس اخیستل کېږي، ښاروالۍ ټکس اخلي، دا ټول په افغانستان کې د تېلو په بیو منفي یا مثبت اغیز لري.
قوقندي زیاتوي، په هېواد کې د بازار اقتصادي سیستم پر بنسټ حکومت یوازې د څارونکي او شرکتونو ترمنځ سیالۍ جوړولو رول لري.