په کندوز ولایت کې یوې ميرمنې په خیټه خپل ماشوم هغه مهال له لاسه ورکړ چې ملا جن ګیر ترې پیریان شړل.

ددې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په قره خاني کلي کې یوه کورنۍ ژوند کوي، اقتصادي وضعیت یې ډير ښه نه دی.

 په دې کور کې یوه داسې میرمن هم اوسيږي، چې د هر حمل پر مهال یې روغتیايي حالت خرابيږي فشار لوړېدنه، عصبي تکلیف پېدا کېدل او جنګ ددې میرمنې کار شي خو دا ځل یې میړه د ډاکټر پر ځای درملنې له پاره ملا جن ګیر ته وړي.

ملا جن ګیرډاکټر نه دی خو مشهور دی چې پيريان زنداني کوي.

د ناروغې میرمنې خاوند ته چا ویلي چې پر ښځه یې پیريان ناست دي او ملا جن ګیر به دپیريانو په پاڅولو کې ورسره مرسته وکړي.

د روانې اونۍ د شنبې په ورځ(دسلواغې پر ۲۵مه) سړي خپله حامله میرمن ملا جن ګیر ته ور وړې، چې ملا جن ګیر د درمنلې پر ځای دومره وهلې، ټکولې چې اوس په روغتون کې په زبیرګيو کې ډوبه پرته ده.

د کندوز ولایت مرکزي روغتون رییس عبدالقدوس میاخیل سلام وطندار ته تایید کړه چې یوه داسې میرمن ورته راوړل شوې چې د وهلو ټکولو له امله یې په خیټه ماشوم هم وژل شوی دی.

میاخیل دمیرمنې نوم نه اخلی خو زیاتوي، چې وهنه، ټکونه دمیرمنې د کوچني د وژنې لامل شوې ده .

سرچینه وايي چې میرمنه دومره وهل شوې چې لا یې هم وضعیت نورمال نه دی.

ډاکټران وايي، ملا جن ګیر ناروغه میرمن پر پښو، شا، لاسونو، سر او حساسوځایونو باندې وهلې.

د قره خاني کلي خلکو سلام وطندار ته دمیرمنې د ژوند کیسه وکړله او زیاته یې کړه، چې دحمل پرمهال به هر ځل هغه دهمدا ډول وضعیت سره مخ کېدله، چې د هغوي پر وینا دایې عصبي تکلیف و او ځیني بیا باور کوي چې پیريان پرې ناست دي؛ خو اوس مهال ډاکټران یواځې دومره وايي چې وهل شوې میرمن د فشار ناروغي لري.

سلام وطندار هڅه وکړله چې د متضررې کورنۍ یا هغې سره خبرې وکړي خوبریالي نه شو.

یوې امنیتي سرچینې سلام وطندار ته وویل، چې دپېښې له رامنځته کېدو وروسته ملا جن ګير کلی پرېښی او نادرکه دی.

خو دکندوز دامنیه قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني دپېښې په تړاو ډير څه نه وايي خو د پلټنو خبره کوي.

دديني مسایلو شنونکي بیا وايي، چې داسلام د ورستي پیغمبر حضرت محمد ص په ژوند کې داسې کومه پېښه نه ده واقع شوې چې پر کوم چا دې پیريان ناستي وي او هغه دې ترې شړلي يا پاڅولي وي.

ديني عالم مولوي امير خان د روحاني درملنې رد نه کوي خو زیاتوي چې درمنلې له پاره وهل، ټکول جواز نه لري.

دافغانستان په لرو پرتو سیمو کې اوس هم داسې ډير خلک شته، چې په دم درود باور لري او د ډيرو ناروغيو د درملنې له پاره همداسې ملا جن ګیر غوندې اشخاصو ته حاضريږي.

خو دا لومړی ځل دی چې د یو دم ګري د وهنې او ټکونې له امله ښځه سخته ټپي او پر خیټه ماشوم یې وژل کيږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام