پکتیا کې شاوخوا ۷۰ نوماندانو او د دوی ناظرینو د ۳۴۰ صندوقونو رایشمېرنې بهیر درولی دی.
دغه نوماندان وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفتر د دوی مستند شکایتونه څېړلي نهدي او د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر نه یې وغوښتل، تر هغې چې د دوی شکایتونه څېړل شوي نه وي، د رایشمېرنې بهیر دې ودروي.
صدیق احمدخېل او انجینر تاج ګردېزي د نوماندانو په استازولۍ رسنیو ته وویل، تر هغې به رایشمېرنې ته اجازه ور نهکړي چې د دوی ټول شکایتونه په بشپړه توګه و نه څېړل شي او پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې نهشي.
دوی ادعا کوي چې په یوشمېر ولایتونو کې په زوره صندوقونه ډک شوي او کمېسیون یې باید باطلې کړي.
خو پکتیا کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي مسوول خواجه امینالله فضلي له معترضو نوماندانو غواړي چې خپلې غوښتنې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له ولایتي دفتر سره شریکې کړي.
بلخوا پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالنشا مسوول احمدذهین مظفري وايي، د معترضو نوماندانو لهپاره یې د استیناف غوښتنې وخت چې ۳ ورځې و، ورکړی او دوی دې خپلې غوښتنې او نیوکې د ټاکنو له مرکزي کمېسیون سره شریکې کړي.