پکتیا کې طالبانو پر روغتیايي مرکزونو درمل بند کړي

د پکتیا د څکمنیو او اریوب‌ځاځیو ولسوالۍ روغتیايي مسوولانو سلام‌وطندار ته ويلي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغو ولسوالیو کې درمل خلاص شوي چې ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوی په وینا، له تېرې يوې مياشتې راهیسې درمل نه دي ور رسېدلي او ناروغان هم له شخصي درملتونونو د درملو اخیستو توان نه لري.

د څمکنيو ولسوالي د شهيد فضل‌الرحمان روغتون سرپرست عبدالقدوس وايي، هره ورځ په منځنۍ کچه ورته څلور سوه ناروغان ورځي او دوی د درملو نه لرلو له کبله اړ دي چې نسخه ورکړي، څو په بازار کې یې وپېري.

په همدې حال کې د اریوب ځاځیو ولسوالي اوسېدونکی زلمی وزیري وايي، د هوا له سړېدو سره سم د ناروغانو شمېر هم زیات شوی چې په وینا یې، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو نه موجودیت له کبله خلک له ستونزو سره مخ دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم مني چې طالبانو پر یو شمېر روغتیايي کلینیکونو درمل بند کړي، خو وايي، د روغتيايي مرکزونو لپاره پوستې نه شي جوړولی او نه هم دا کار په قوانينو کې ځای لري.

نوموړی وايي، خلک باید خپله دا حق له وسله‌والو وغواړي.

بله‌خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي، پر روغتيايي مرکزونو دا ډول بنديز د ټولو انساني او بشري اصولو خلاف کار دی.

هغه له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې نه يوازې خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي، بلکې خپلو بشري حقونو ته د لاسرسي لپاره دې ورسره همکاري وکړي.

د وسله‌والو طالبانو وياند ذبېح‌الله مجاهد وايي، دوی هېواد موسسې ته دوه مياشتې وړاندې د درملو بنديدو خبرداری ورکړی و چې د هغه قرارداد له مخې چې له روغتيا وزارت سره يې لري، خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي، خو په وینا یې، خلک د دوی له خدمتونو ناخوښه دي.

اړوند مطالب:

د پکتیا روغتيايي مرکزونو ته د طالبانو خبرداری؛ له پاکستاني درملو ګټه واخلئ

پکتیاوالو ۵۴ جریبه ځمکه ښوونځیو ته ورکړه

پکتیا؛ مېرمنې د زېږون پر مهال له اړتیا پرته عملیات کېږي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام