پکتیا کې د پاکستانیو کلدارو بندیز خلکو ته ستونزې پیدا کړي

سويل ختيځ زون پکتيا، پکتيکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې سوداګر، هټيوال او نور عام  وګړي له تېرو څوو لسیزو راهیسې پر پاکستانيو کالدارو پېر و پلور کوي.

افغان حکومت څو ځلې يادو ولايتونو کې د پاکستانیو کلدارو بندېدو له پاره هڅې کړي؛ خو مثبته پایله یې نه‌ده ورکړې.

یوه اوونۍ کېږي چې د پکتيا مرکز ګردېز کې د کلدارو بندېدو او د افغانۍ دودولو کمپاين پيل شوی.

د ګردېز ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، هټيوال پر افغانيو د توکیو پلورلو پر مهال په‌خپله خوښه بیې ټاکي او انډول یې په پام کې نه نيسي.

دوی زیاتوي، که یوه کیلو لوبیا پخوا ۱۶۰ کلدارې وه اوس هټیوال یوه کیلو لوبیا پر ۱۶۰ افغانیو پلوري په‌داسې حال کې چې هغه باید ۹۰ افغانۍ وپولري. دوی له هټیوالو غواړي، انصاف وکړي چې خلک پر افغانیو پېر او پلور ته لېواله شي.

د ګردېز ښاريان همداراز وايي، افغانۍ يې خپل پېژند دی او له‌دې وروسته به پېر و پلور پر افغانيو وکړي؛ خو وايي چې هټيوال او ترانسپورت والا د کلدارو بیې په پام کې نه نيسي.

خو د ګردېز ښار يو شمير هټيوال دا خبره ردوي؛ د دوی د ټولو شیانو له‌پاره یې د کلدارو بدیل نرخونه غوره چې هماغه اخلي او یوه روپۍ هم زیاته نه‌‌خلي.

د ولایتي ادارې ویاند عبدالله حسرت وايي، د پاکستانيو کلدارو بنديدو او د افغانۍ دودولو له‌پاره يې ګډ کمېسیون جوړ کړی او په وینا یې، په هره برخه کې چې ستونزې وي؛ دوی يې حلوي؛ خو د بازار د کړنلارې پر بنسټ بیې نه‌شي ورکولی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت سلام وطندار ته وويل، په ښار کې له هټيوالو او ټرانسپورټي اتحاديو سره اړوند مسوولانو په لیدنو کې له هغوی غوښتنه کړې چې په پېر و پلور کې له خلکو سره انصاف وکړي.

ښاغلی حسرت زیاتوي، د هټيوالو تر منځ سیالي به ډېر ژر بیې عادي حالت ته راولي.

مسوولين وايي، ګردېز ښار کې موټر چلوونکیو او د تېلو پمپونو والاوو ته هم خبر ورکړل شوی چې راکړه ـ ورکړه پر افغانيو وکړي او اړوند کمېسیون ځېنې سرغړوونکي جريمه کړي هم دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام