پُلخمري ښار د طالبانو محاصرې لاندې دی

دې وروستیو کې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته ن.دې په امنیتي ځواکونو د طالبان وروستي بریدونه زیات شوي چې دې موضوع د بغلان د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان اندېښن کړي.

د بغلان ولایتي شورا غړی بسم‌الله عطاش وايي، د طالبانو بریدونو په زیاتېدلو سره پُلخمري ښار د دې ډلې تر محاصرې لاندې راغلی او هر وخت په‌دغه ښار برید کولی شي.

ښاغلی عطاش زیاتوي چې پُلخمري په یو زندان بدل شوی چې ټول خلک یې د بندیانو په شان دي او له‌دې ښاره یو ولایت ته هم سفر نه‌شي کولی.

د بغلان مدني فعالانو اجتماعي بنسټ مسوول محمد عثمان شېرزی هم وايي، د طالبانو بریدونو په زیاتېدلو سره د بغلان ځايي مسوولین د جګړې د مدیریت وړتیا نه‌لري او حکومت باید ژر تر ژره طالبان وځپي.

دی پر امنیتي او کشیفي ادارو تور پورې کوي چې کله هم د امنیتي ځواکونو د مرستې له‌پاره په سم وخت کې اقدام نه‌کوي.

د بغلان والي عبدالحی نعمني هم مني چې طالبان د ولایت ودانۍ دوه کیلومترۍ ته رسېدلي او امنیتي کسان په نښه کوي.

خو نوموړی ډاډ ورکوي، چې دوی به ډېر ژر د دې ډلې پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي.

د بغلان ولایتي شورا او مدني ټولنې غړي وايي، سره له‌دې چې طالبانو له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دغه ولایت په ځېنو برخو بریدونه ډېر کړي؛ خو امنیتي ځواکونه لا هم دفاعي حالت کې دي او هره ورځ قرباني ورکوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام