پوځي عملیات؛ د طالبانو پوځي مرکز، زندان او د وسلو زېرمتون ویجاړېدل

د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو ویاند هارون یوسفزي سلام وطندار ته وویل، د غوڅ ملاتړ په مرسته د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې د افغان ځواکونو په روانو هوايي عملیاتو کې طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د یوسفزي په خبره په‌دې عملیاتو کې له طالبانو ۱۲ کلي پاک شوي‌دي او همداراز د طالبانو د نظامي زده‌کړو یو مرکز، یو زندان او د وسلو او مهماتو یو زېرمتون هم د هوايي بریدونو له امله له منځه تللې ده.

د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو ویاند زیاتوي چې په‌دې عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان شوي او ۹ یې ژوندي نیول شوي‌دي.

د کاپیسا ولایتي شورا وايي، د بدراب دره ـ چې همدا اوس په‌کې عملیات شوي ـ په ورستیو  کالونو کې د طالبانو له‌پاره امن‌ځای و او د طالب‌مشرانو هلته آزادانه فعالیتونه کول.

د کاپیسا د ولایتي شورا مشر محمدحسین سنجنی ـ چې د طالبانو پرضد د دې عملیاتو نه راضي دی ـ وايي چې په تګاب کې طالبانو داسې زیانونه رسېدلي چې نور به تېر توان ونه‌لري.

سره له‌دې چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو د ځپلو په پار له‌دې عملیاتو راضي دي؛ خو هیله‌من دي چې له عملیاتو سره سم د سیمې امنیت تامین شي.

تګاب د کاپیسا ولایت له ناامنو ولسوالیو ده چې د غرني چاپېریال په لرلو سره د طالبانو د فعالیت مرکز ګرځېدلی دی.

یو شمېر سرچینې وايي چې په وروستیو ۱۷ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د دولتی او بهرنیو ځواکونو عملیات د تګاب ولسوالۍ او د بدراب دره کې په اصلي موخو شوي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام