پوهنې وزارت د دیني مدرسو لپاره ۱،۹ میلیون ټوکه کتابونه چاپوي

د پوهنې وزارت مسوولان چې د یادو کتابونو د چاپ قراردادد یې له یوې خصوصي چاپ‌خونې سره لاسلیک کړ وايي، د یادو دیني کتابونو چاپولو لپاره یې د وزارت د پراختیايي بودیجې ۱۷۲ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي، د دیني علومو مدرسې شاوخوا ۱۲ میلیون ټوکه کتابونو ته اړتیا لري چې د ۱،۹ میلیونو په چاپ سره به یې څه نا څه ستونزې حل شي او پاتې نور به هم ډېر ژر د اسلامي هېوادونو په مرسته ورته چمتو کړي.

بلخي زیاتوي، یاد کتابونه ۱۰۷ عنوانه چې له اووم تر دوولسم ټولګيو لپاره دي، د افغان لیکوالانو له لوري لیکل شوي دي.

د پوهنې وزارت مسوولان وايي، اوس په ټول هېواد کې د دیني علومو ۱۲۰۰ مدرسې فعالې دي او ۴۰۰ زره زده‌کوونکي په‌کې زده‌کړې کوي.

کندهار کې یوه دیني مدرسه او ۱۳ تړلي ښوونځي بېرته پرانستل شول

۳.۷ میلیونه ماشومان د جنګونو له امله مکتبونو ته نه‌شي تللی

هرات کې د ۳۳۴ ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام