د کندهار ښار د میرویس مېنې د سرک غاړې هټیوال وايي، پولیس ترې هره ورځ ۲۰ افغانۍ په زور اخلي. د دوی په وینا، هره ورځ له کوم ځانګړي قانون پرته دا رقم نهشي ورکولی.
که څه هم د دې هټیوالو له جملې ډېر هغه د پولیسو له وېرې خبرو ته زړه نه ښه کوي؛ خو ځېنې بیا لېوال دي چې ستونزه یې تر مسوولو چارواکیو روسېږي.
فضلباري او محمد قسیم په یاده سیمه کي هغه دوه پلورونکي دي چي وايي، د پولیسو له لاسه تر پوزې رسېدلي؛ خو له وېرې غږ نهشي کولی.
د دوی په وینا، که پيسې ورنهکړي، بدرد ورته ویل کېږي او کله ناکله یو نیم ګواښ ورته هم کوي.
خو د میرویس مېنې د دغو هټیوالو د شکایت په اړه د کندهار امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ضیا دراني د ناخبرۍ په ښودلو سره وویل امنیې قوماندانۍ ته تراوسه پهدې اړه چا شکایت نهدی کړی.
د ښاغلي دراني په وینا، هیڅوک حق نهلري چی له چا په زور پیسې واخلي. ده پهدې ولایت کې د شکایتونو د ثبت لهپاره د ځانګړې شمېرې یادونه هم وکړه او ټینګار یې وکړ، که هر چا ته ستونزه وي؛ په مستقیم ډول له دوی سره اړیکه نیولی شي.
په کندهار کې روڼاندي او مخور د پولیسو دغه ډول چلند غندي او وايي، پولیس باید خلکو خدمت وکړي چې له غل او لارشکوونکي سره یې توپیر وشي.