په ۴ م پړاو “شپږیزه” کې د “بوست” لوبډلې سفر پای ته ورسید

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت پیل شوې څلورم پړاو شل اوریزه "شپږیزه لیګ" کرکټ سیالۍ په ۵ ورځ هم په ۲ لوبو سره پرمخ ولاړې.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د نجیب الله ځدران په کپتانۍ کې بوست ساتوونکي لومړۍ لوبډله شوه، چې په روانو سیالیو کې یې سفر پای ته ورسید او له مخکې تګ پاتې شوه.

په پرونۍ لومړۍ لوبه کې بیا "مس عینک" لوبډلې د نبي عیسې خیل په کپتانۍ کې بند امیر لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې دویم پړاو ته د رسیدو دعوه یې نوره هم پیاوړې کړه.

په لومړۍ لوبه کې مس عینک لوبډلې لومړی د نبي عیسی خیل د ۶۸ منډو په مټ ۱۴۹ منډی جوړې کړې، چې ټاکل شوی د ۱۵۰ منډو هدف مس عینک لوبډلې د لوبې په وروستي اور لومړي بال د ۲ ورونو احسان الله جنت او نوروزمنګل د ۴۷ او ۴۱ منډو په مټ د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

ددواړو لوبډلو ترمینځ په لومړۍ لوبه کې پخوانی ملي کپتان نوروزمنګل په ۴۱ منډو او ۱ ویکټ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دغه راز په دویمه لوبه کې بیا د نجیب الله ځدران لوبې که څه هم د مخکښې کابل بازان لوبډلې وارخطا او بوست لوبډلې ته یې د لومړۍ بریا هیلې پیدا کړې، خو هدف ته د رسیدو وړاندې یې د ۱۴۵ منډو په ځواب کې په ۱۰۹ منډو وسله کیښوده او په ۳۶ منډو ماتې ته تسلیم شوه.

د تېرې ورځې دویمې سیالۍ غوره لوبغاړی د ملي کپتان اصغرستانکزي ورور کریم جنت وو چې ۳۹ منډو جوړولو وروسته یې ۳ لوبغاړي هم وسوځول.

کابل بازان لوبډله سر په سر څلورمې بریا سره په لومړي مقام کې پاتې شوه، خو د بند امیر سفر یې د مخکې تګ له پاره را لنډ کړ.

ټاکل شوې ده د روانو سیالیو په دوام به سبا په لومړۍ مهمه لوبه کې سپین غر له مس عینک سره او ورپسې بیا بند امیر له کابل بازان لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي، خو د روانو سیالیو وروستۍ لیګ لوبه کې به "بوست ساتوونکي" لوبډله له "امونهنګان" لوبډلې سره د لوبې له پاره میدان ته ښکته شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام