په ۲۰۱۸ کال کې نړۍ لکه هماغسې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې نوي بدلونونه لرل؛ په اقتصادي برخه کې هم دا ګراف پورته او ښکته شویدی. پهدې راپور کې یوازې د نړۍ مهمو پېښو ته اشاره شوېده.
د نړۍ د ۸۲ سلنه سرمایه د نړۍ د ۱ سلنه خلکو په واک کې
د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د اکسفام (له فقر، نابرابرۍ او لوږې سره د مبارزې غیردولتي ډلې) د داووس غونډې په یوې څنډې کې د راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د نړۍ ۸۲ سلنه سرمایه د نړۍ د ۱ سلنه خلکو په واک کې ده.
دې راپور د غیرعادلانه اقتصادي پرمختګ او د سرمایې زیاتوالي ته په اشارې سره ویلي چې ډېرو لویو شرکتونو له مالیاتي سیستم نه په یو ډول نه یو ډول ځان خلاص کړی؛ پهداسې حال کې چې په ځېنو ولایتونو لکه امریکا کې ډېر وګړي له خپل کم عاید نه حکومت ته د بډایو خلکو څخه زیات مالیات ورکوي.
د اکسفام د راپور پر بنسټ، لوی شرکتونه ورځ تر بلې بډایه کېږي؛ خو د لاسمزدورو اشخاصو سرمایه کمېږي او دوی خپله سرمایه پټوي.
د امریکا حکمراني، چین او جاپان
په ۲۰۱۸ کال کې د پیسو نړۍوال صندوق د یو راپور په خپرولو سره د نړۍ ستر اقتصادي هېوادونه معرفي کړي. امریکا د ۲۰.۴ میلیاردو ډالرو عاید په لرلو سره د نړۍ هېوادونو په سر کې قرار لري، پهداسې حال کې چې دا رقم په ۲۰۱۷ کال کې ۱۹.۴ میلیاردو ډالرو ته رسېد. چین د ۱۴ میلیاردو ډالرو عایدو په ترلاسه کولو سره په دویم درجه کې و او جاپان بیا د ۵.۱ میلیارد ډالرو په ترلاسه کولو سره د په درېیم مقام کې ځای خپل کړیو.
المان، بریټانیا، فرانسه، هند، ایټالیا، برازیل او کاناډا په ترتیب سره په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰ پرمختللي اقتصادي هېوادونه شمېرل شويدي.
برجام؛ هوکړه چې نقض شوه
برجام په ۲۰۱۸ کال کې په سیمه کې مهمه اقتصادي پېښه ګڼل کېږي. پر ایران د امریکا د نفتو له تحریمه یوه اوونۍ وروسته، د نړۍ د نفتو نرخ په تکزاس کې د تېرو ۱۰ میاشتو کې تر ټولو ارزانه نرخ ته راولوېد چې د صادراتو له کمښت سره هممهاله د نفتو د نرخ ټیټوالی پر ایران دولت د عامل په توګه وکارېد.
د ۲۰۱۸ کال د اوکټوبر په لومړیو کې په وېسټتګزاس کې د تېلو هرې بشکې نرخ د ۷۷ ډالرو پر خوا مخ پر لوړېدو روان و. پهداسې حال کې چې د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر په وروستۍ اوونۍ کې په وېسټتګزاس کې د تېلو نرخ بېمخینې و.
د سرمایې جنګ؛ واشنګټن د پکن پر وړاندې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرام د چین پر ۲۰۰ میلیاردو کالیو او وسایلو نوې سوداګریزې تعرفې واردې کړې. چین هم همدارنګه د امریکا پر ۶۰ میلیاردو کالیو او وسایلو تعرفې وضع کړې. خو ا دواړه هېوادونه به ارجنټاین کې د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر کې د ۲۰ ډلې هېوادونو په غونډې کې د تعرفو د جنګ په ختمولو توافق ته روسرېدل.
د سپينې ماڼۍ په وینا، ټرامپ هوکړه وکړه چې د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ وروسته د چیني د ۲۰۰ میلیاردو پر وارداتي کالیو او وسایلو ۲۵ سلنه تعرفې پلې نهکړي.
په مقال کې یې د چین ولسمشر هم نوې تعرفې وضع کړې، همدارنګه یې د امریکا په تولیداتو لکه د کرنې، انرژۍ، صنعت او نورو برخو کې نامشخصې خو «د پاموړ» هوکړې وکړې.