بېګا شپه د بلوچستان د کوټې ښار د شمالي خوا «نیوسریاب» سیمه کې د پولیسو په یو روزنیز مرکز باندې ۳ ځانمرګو بریدګرو حمله کړې، چې په لسګونو امنیتي سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایالتي چارو وزير سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې د ۲۲ امنیتي سرتېرو په ګډون ۶۱ تنه نوي روزل کېدونکي پولیس وژل شوي او ۱۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
دی وايي، ۳ بریدګرو تېره شپه له ځايي وخت سره سم د شپې ۱۰ بجې پر دغه روزنیز مرکز برید وکړ.
د بګټي په خبره، برید د روزنیز مرکز د شا له لوري پیل شوی، چې هلته یوه ساتونکي تر ډېره پورې دغه بریدکوونکي بوخت ساتلي وو، خو د ده پر وینا، کله چې هغه ووژل شو؛ نو برید کوونکي مرکز ته په ننوتو کې بریالي شول.
چارواکي وايي، تر برید سم لاسي وروسته د ملېشه ځواکونو او پولیسو اضافي سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل، چې لږ تر لږه ۴ ساعته د وسله والو او امنيتي سرتېرو ترمنځ په مرکز کې دننه جګړه روانه وه.
د ده په خبره، په دې روزنیز مرکز کې ۷۰۰ تنو ته روزنه ورکول کېده، چې ځانمرګو بریدګرو پرې حمله وکړه. ویل کېږي، چې د برید پر وخت هم مهال له سیمې نه شاوخوا ۲۵۰ تنه روزل کېدونکی پولیس ویستل شوي وو.
د بلوچستان د روغتیا ایالتي وزیر رحمت صالح بلوڅ د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته ویول، چې د پېښې ټپيان د درملنې له پاره پوځي او مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په بلوچستان کې د سلام وطندار خبریال رازق برق وايي، چې د پېښې شاوخوا سيمې هم زیانمنې شوي، خو په اړه یې کره جزیات نه شته.
وژل شوي او ټپي شوي کسان د بلوچي او پښتنو سیمو، رابوکتي، چمن، لورلايي، کلاعبدالله او توربت پورې اړوند دي.
د رازق برق پر ونیا، د پاکستان لومړی وزیر او د پوځ لوی درستیز راحیل شریف به د وژل شویو کسانو په جنازه کې ګډون وکړي.
د دې پېښې مسوولیت لښکرجنګوي العالمي وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې دی.
د ملېشه يي ځواکونو مشران جنرال شراف او د کورنیو چارو ایالتي وزیر ادعا کړې ده، چې دا بریدګر له افغانستان سره په اړیکه کې وو او ویلي يي دي، چې دغو ځانمرګو بریدګرو ته له افغانستانه لارښوونه کېدله.
خو د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال دغه خونړی برید په کلکو ټکو وغندلو او د پاکستاني چارواکیو هغه ادعاوې یې رد کړې، چې ګوندې د کوټې د بریدګرو ته افغانستان لارښوونه کړې وه.
مینه پال ویلي، چې ترورېزم د سیمې او نړۍ په کچه یو ګډ تهدید دی، چې نن یې بیا له امله په سلګونو کورنۍ د غم په ټغر کېنولې. د ده په خبره، د ترورېزم ترمنځ شه او بد نه شته.
په دغه روزنیز مرکز باندې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې هم یو ناکام برید شوی. نیوسریاب سیمه کې بلوڅ بېلتونپاله او سخت دریځي وسله وال پوره نفوذ لري او د دې ښار تر ټولو ناامنه سیمه ګڼل کېږي.
د ویلو ده، چې د دغې برید پړه پاکستاني طالبانو او داعش ډلې پر غاړه اخیستې.