یو شمېر کونړي ولسونه نن د اطلاعاتو او فرهنګ په تالار کې د شخصي ملېشو د غندو له پار راټول شوي وو.
دوی ویل، که څوک د افغان حکومت له مخالفینو سره جنګېږي؛ نو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دې شامل شي.
قومي مشر ملک طاوس خان شخصي او خپل سرې ملېشې په هېواد کې د یوه بل جنګ پیلامه وبلله.
د طاوس پر وینا، که له یوې خوا موږ د بهرنیو دښمنانو د شومو دسیسو او د هغوی له خوا پر موږ تپل شوې جګړې سره مخ یو؛ نو له بل لوري په دننه کې هم داسې ځان غوښتونکي شته، چې د پردیو پلانونو د عملي کولو له پاره د شخصي ملېشو جوړولو او په هېواد کې د یوه بل جنګ د پیلولو فکر لري.
دی وایې د شخصي ملېشو پرځای دې د امنيتي ځواکونو ملاوتړل شي، ځکه چې همدې شخصي ملېشو د کابل ښار او هېواد سرنوشت له خاورو سره خاورې کړ.
دغه مشران د خپل سرو وسله والو موجودیت په هېواد کې د یو بل ناورین پیل ګڼي.
یو بل قومي مشر ملک یارملا خان وویل، نه غواړي چې په هېواد بل خپل منځي او ټوپکسالارې دورې د راتګ له پاره زمینه برابره شي.
یارملا خان زیاته کړه، نه غواړي، چې دښمن یې په ژوند کې لاسوهنه وکړي، هېواد یوې بلې تجزیې ته بوځي او پر فروعي او افاقي ملېشو باندې؛ هېواد کې د جنګ بله دروازه پرانیزي.
د کونړ د ولايتي شورا مشر جمال الدین سیارخپل سرې ملېشې یوه پروژه بولي. ((دا پروژې دي . دا پروژې له مرکزه راځي . له دولته غواړو، چې د دغو پروژو مخه ونیسي.))
په دې وروستیو کې په هېواد کې د خپل سرو ملېشو د جوړېدو خبره راپورته شوې، خو د ولس له خوا یې په کلکه غندنه شوې.
د ملېشو د جوړلو موضوع هغه وخت زور واخیست چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د (نومبر پر۲۳مه نېټه) په ولسي جرګه کې ولسمشر غني، د امنیت شورا مشاور حنیف اتمر او نور دولتي چارواکي له داعش سره په اړیکو تورن کړل او دا یې هم وویل، چې د افغان حکومت له خوا په غیر مستقیم ډول له داعش سره مرسته کېږي.
له دې سره یو شمېر افغان چارواکو پر قدیر تور پورې کړ، چې ګوندې په شینوارو کې د داعش د ځپلو په پلمه په دغه سیمه کې د شخصي ملېشو جوړولو ته زمینه برابروي، خو قدیر د ملېشه سازۍ تورونه ردکړي او دا یې د ده پر وړاندې دسیسه بللې ده.