په کونړ کې تاوتریخوالو سره مخ ښځو ته د امن خونه نشته

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د امن خونو نشتوالي له امله له تاوتریخوالو سره مخ شوې ښځې د ځینو مخورو کسانو په کورونو کې ساتل کيږي.

دغه چارواکي زیاتوي، په دغه ولایت کې له ګواښ سره مخ ښځو خوندیتوب له پاره د امن خونې ته جدي اړتیا ده.

د کونړ د ښځو چارو رییسې سهیلا بابر سلام وطندار ته وویل، کله چې له تاوتریخوالو سره مخ شوې ښځې له کوره وتښتي او یا هم  د وهلو کومه قضیه وي، نو دوی ریاست ته د مراجعه کولو وروسته خوندي نه وي.

د هغې پر خبره، د یاد ولایت قوماندانۍ يې هم د دوی له ساتلو اوږه خالي کوي.

نوموړې دا هم ویلي، تر دې مهاله د تاوتریخوالي پېښو قرباني مېرمنې د ځینو باوري کسانو په کورونو کې ساتل کېږي، چې دوی یې د خوندیتوب ډاډ نه شي ورکولی.

په همدې حال کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سلام وطندار ته وویل، څو ځله یې حکومت او د ښځو چارو وزارت ته په کونړ کې د امن خونې جوړولو وړاندیزونه کړي؛ خو لا یې هم د جوړولو له پاره عملي ګام نه دی پورته شوی.

کلیمزی زیاتوي، اوس مهال د تاوتریخوالي قرباني ښځې د ننګرهار امن خونه کې ساتي.

د وحیدالله پر وینا، ننګرهار ته د متضررو ښځو په انتقالولو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

له خطر سره مخ ښځو له پاره د امن خونو رامنځته کیدل په افغانستان کې نوې ښکارنده ده، چې ځینې کسان کله ناکله نیوکې هم پرکوي، خو ډیر کسان بیا دا ډول خونې اړینې بولي او د جوړیدو غوښتنه یې کوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام