په کورنیو چارو وزارت کې تازه بدلونونه

ولسمشر د کورنیو چارو وزارت دوه مرستیالان او یو رییس له دندې ګوښه کړ.

سرچینې وايي، ولسمشر د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال جنرال جانان بارکزی، ستر امنیتي مرستیال جنرال اختر ابراهیمي او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رییس جنرال نجیب امان له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي کسان ټاکلي دي.

تر اوسه د یادو کسانو د لرې کولو لامل نه‌دی معلوم، خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي پر خپلې فېسبوک‌ًپاڼې لیکلي چې د کارونو د ښه انسجام، په هېواد کې د غوره امنیت د ټینګښت او د جرایمو پر وړاندې د جدي مبارزې په موخه د کورنیو چارو وزارت په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ عبدالصبور قانع د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال، خوشحال سادات ستر امنیتي مرستیال او ماهر یعقوبي هم د دغه وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د رییس په توګه ټاکل شوي او نن په رسمي توګه د یاد وزارت کارکوونکيو ته ور وپېژندل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس‌احمد برمک له دندې ګوښه او پر ځای یې امرالله صالح د یاد وزارت سرپرست وزیر وټاکل شو.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب اوس د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام