په کندوز کې زورواکي د ښارګوتي پر غصب شوې ځمکې، بیا ځلي کورونه جوړوي

د کندوز ولایتي ادارې شاوخوا ۷ میاشتې مخکې د دې ولایت د علی اباد ولسوالۍ پر دولتي ځمکې د زورواکو له خوا شوي کورونه ویجاړ کړي وو.

خو اوس د دغې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې سیمه ییزو زورواکو بیاځلي د دغو کورونو په جوړولو شروع کړې.

دغه خپل سري کورونه په یو استوګنیز ښارګوټي کې جوړ شوي، چې تراوسه یې د وېش رسمي بهیر نه دی پیل شوی.

د علی اباد ولسوالۍ استوګن خال محمد سلام وطندار ته وویل، د دې ولسوالۍ په استوګنیز ښارګوټي کې کوم کورونه، چې د سیمه ییزو زورواکو له خوا د جوړولو کار پرې روان دی، یو ځل د حکومت له خوا ویجاړ شوي وو.

د سیف الله په نوم یو بل کندوزي وویل، سیمه ییز زورواکي د خلکو په ښارګوټي کې کورونه جوړوي. دی وايي، چې د کندوز سیمه ییز حکومت د کورونو د جوړېدو په مخنیوي کې جدي عمل نه کوي.

له بل لوري د کندوز والي اسدالله عمر خېل، د ویجاړو شویو کورونو د بېرته ودانولو خبر نه مني او وايي، که دا موضوع حقیقت وي، نو د علی اباد ولسوال او امنیه قوماندان به عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژني.

په تېر کې د کندوز والي د خپل سرو کورونو د ویجاړولو پرمهال ویلي و، چې  په دې ولایت کې به د ځمکو له غاصبینو سره جدي مبارزه کوي.

د کندوز ولایت د اراضي ادارې رییس محمد ابراهیم ترکمن د خلکو شکایت مني او وايي، چې تراوسه شاوخوا۵۰ سلنه ویجاړ شوي کورونه بېرته د سیمه ییزو زورواکو له خوا جوړ شوي دي او دوی نه شي کولی، چې د سیمه ییزو زورواکو مخنیوی وکړي.

د کندوز ولایت د اراضي ادارې د شمېرو له مخې په دې ولایت کې له ۸ زرو جریبه ډېره دولتي ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام