تېره اوونۍ په کندوز ښار کې په مرموز ډول ۷ تنه وژل شوي دي.
د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي، چې په ښار کې د ترور او قتل پېښو زیاتوالي له وېرې د شپې لهخوا د کورونو نه شي وتلی.
تېره شپه د کندوز ښار لومړۍ حوزې په سیمه کې یو ځوان ووژل شو او له دې پېښې درې شپې مخکې یوه ډله ناپېژنده وسله وال یو کورته ورغلل او ۲ ځوانان یې ووژل.
دغه راز له دغو پېښو پنځه شپې مخکې ۲ پولیس په ښار کې ترور شول او ۲ تنه نور د نامعلومو کسانو لهخوا ووژل شول.
د کندوز ولایتي شورا رییس غلام رباني رباني وايي، د دې ولایت امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.
دی وايي، له طالبانو سربېره خلک له نامسوولو وسله والو هم اندېښنه لري.
د کندوز امنیې قوماندان عبدالحمید حمیدي بیا په ښار کې هدفي وژنې ردوی او وايي، زیاتره دغه پېښې له ټولنیزو او اقتصادي جنجالونو سره تړاو لري.
دی وايي، تراوسه یې د دغو پېښو په تړاو څو تنه نیولي دي او له دوی څخه پلټنې کېږي، چې تر څو د دغو پېښو ټول عاملین ونیول شي.