په کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي تړلي او په ۳ولسوالیو کې هېڅ ښوونځی نه‌شته

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي سلام وطندار ته وویل چې ریګستان، غورک او ښوراوک هغه درې ولسوالۍ دي چې ټول ښوونځي یې تړلي دي.

د ده په وینا، د تړل شویو ښوونځیو ډېر یې په همدې ولسوالیو کې دي. 

ویل کېږي چې د خلکو نه همکاري، د تشکیل کمښت، په سیمه کې د مسلکي ښوونکیو د شمېر کموالی او ناامني د ښوونځیو تړل کېدو عمده لاملونه دي.

په کندهارکې روڼ‌اندي او عام‌خلک د دې ښوونځیو په تړل کیدو اندېښنه ښيي او وايي، که حالت همدغه ډول دوام وکړي؛ هر کال زرګونه زده‌کوونکي د پوهني له بهیره پاتې کېږي چې پایله به یې نه جبرانېدونکی ناورین وي.   

د کندهار د ځوانانو امر حفیظ‌الله پوپل بیا وايي، یوازې د پوهنې وزارت او ریاست په‌دې اړه څه نه‌شي کولی.

ښاغلی پوپل زیاتوي د پوهني وزارت، د کندهار ولایت مقام، قومي مشران، دیني عالمان، عام‌خلک او په ټوله کې د ټولني هر وګړی باید په‌دې اړه ملا وتړي له دې پرته به دا ستونزه په راتلونکي کې د ټول هېواد له‌پاره ستر ناورین شي.

د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي استاد حیات‌الله رفیقي وايي، یوازې د ښوونځیو پرانیستل ګټه نه کوي، بلکي د ښوونځيو ودانۍ، کتابونه، مسلکي ښوونکي او نور تدریسي توکي هم اړین دي.

د ده په وینا، د دې ترڅنګ د ولسوالیو ښوونکیو ته په وخت او فوق‌العاده معاش ورکول هم یو مهم ټکی دی. 

د دې ښوونځیو د تړل کېدو له امله ۱۰۰زره زده‌کوونکي ـ چې ۲۰زره یې نجونې دي ـ له زده‌کړو محروم پاتې دي.

په ټوله کې په کندهار کې ټول‌ټال ۳۵۲ فعال دي چې د ۸۵زره نجونو په ګډون ۳۲۰ زره زده‌کوونکي لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام