په کاري چاپېریال کې جنسي ځورونو ښځې منزوي کړې دي

په افغانستان کې ښځې زیاتې ستونزې لري او دغه ستونزې یوازې تر کورونو محدودې نه دي. هغه مېرمنې چې له کورونو د باندې په کاري چاپېریال کې دندې لري، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو جنسي ځورونه په عادي کار بدله شوې ده.

د ښځو چارو وزارت د مقررې په اساس هر هغه عمل، چلند او وینا چې جنسي ماهیت ولري او موخه یې له بېلابېلو لارو د یو وګړي په شخصت د هغه د خوښې پرته تعرض کول وي جنسي ځورونه ګڼل کېږي.

د پردې تر شا حقیقتونه او هغه څه چې د دولتي او نادولتي ادارو په د ننه کې پېښېږي، مستند کول یې ناشوني دي، خو دا چې دغه ستونزه ټولیزه ده، سلام وطندار په دې برخه کې د جنسي ځورونو د قربانیانو له ۵۵ مېرمنو سره مرکې وکړې او د کیسې په سبک کې خپرې کړې.

د جنسي ځورونو قربانیانو په دولتي او نا دولتي ادارو کې څه لیدلي دي؟

سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي ځورونو د قربانیانو له ۳۰۰ مېرمنو سره مرکې کړې وې، چې زیات شمېر هغو یې پر دوی د تېرو شویو کیسو له خپرولو ډډه وکړه.

دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې خپرې کړې، چې د مرکوونکو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.

د جنسي ځورونو قرباني شویو مېرمنو له شویو مرکو ښکاري، چې په کاري چاپېریال کې له ۴۷ سلنو زیاتې مېرمنې په مخامخ ډول ورته د جنسي اړیکو وړاندیز شوی دی.

نورې هغې ځورونې چې لمس کول، د ناسمو او تحریکوونکو کلماتو کارول، جنسي کنځلې، ځوروونکی چلند او موخه لرونکې کتل هم هغه څه دي، چې ښځې له دولتي او نادولتي ادارو ورسره مخ دي.

د شنونکو له انده په کاري چاپېریال کې جنسي ځورونې او د دغه منځته راتګ ښايي، عامل یې نارینه او یا هم ښځنیه وي. خو زیاتره یې نارینه دي، چې سنتي ټولنه، کلتوري، تربیتي، چاپېریالي او نور عوامل د دې لامل کېږي، چې ښځې په کاري چاپېریال کې وځورول شي او یا هم له کورنو تېښتې وکړي.

د روان پوهنې استاد سید جعفر احمدي په دې اړه له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان سنتي ټولنې د یو نارینه عاطفي غوښتنې په پام کې نه دي نیولي او دغه نادیده توب د بلوغ تر ورخته ادامه پیداکوي؛ چې دغه ډول روزنه په نارینه باندې نه جبرانوونکې روحي او رواني اغیزې شیندي او له واده وروسته هم ځېنې نارینه جنسي ځورونې ترې کېږي.

احمدي همدا ډول وايي، چې په کاري چاپېریال کې د ښځو د ځورونې بل لامل د مېرمنو کم جراتي او همدا ډول د دوی اقتصادي اړتیاوې دي.

د پوهنتون استاد او د ټولنپېژندنې استاد داود عرفان د جنسي ځورونو یو لامل د مېرمنو اعتماد په نفس نه لرل بولي. دی وايي، چې په ځان باور نه لرل، په ټولنه د مېرمنو باور کمېږي او په نتیجه کې د ښځو ټولنیز ګډون زیانمنیږي.

عرفان وايي، چې د دې ستونزې د حل لاره په کاري چاپېریال کې د مېرمنو د کار کولو په برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړول دي او حکومت هم په دې برخه کې قوانیون او مقررې جوړې کړي او دا باید بیا اجرایوي ضمانت ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام