په کابل کې "د موسیقۍ زدهکړې ملي انسټیټوټ" لهخوا اووم ژمني فیسټیوال پرانیستل شو.
د یاد انسټيټوټ کار کوونکي وايي، چې د دغې فیسټيوال له پرانیستلو اصلي موخه په افغانستان کې د موسیقي پرمختګ ده.
غونډې ته د موسیقۍ د زدهکړې د ملي انسټیټوټ رییس ناصر احمد سرمست وویل، چې دوی د افغانستان موسیقۍ د کیفیت لوړولو لهپاره له بېلابېلو لارو هڅې کوي، چې یوه بېلګه يې د ننني فیسټیوال پرانیستغونډه ده.
دی وايي، په دغه انسټيټوټ کې د موسیقۍ زیات امکانات شته او هغه څوک، چې موسیقۍ ته لیوالتیا لري کولی شي موسیقي زده کړي.
دغه فيسټيوال به ۷ اوونۍ دوام وکړي او د فیسټیوال په جریان کې د دې فیستیوال ګډونوال چې انجونې هم پکې شامل دي اروپایي هیوادونو ته هم سفر وکړي ترڅو نړیوالو ته د افغانستان اصیله موسیقي واوروي.
غونډې ته د موسیقۍ د زدکړې د ملي انستتوت رییس ناصر احمد سرمست وویل چې د دوې د افغانستان د موسیقۍ د کیفیت لوړولو له پاره ترډیره حده هڅې کوي او یوه بیلګه یې هم دا فیستیوال دې چې د زده کونکو د لاپیاوړتیا له پاره یې د ژمي په موسم کې پرانسته.
په غونډه کې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي څانګې مرستیال رحیل محمد وویل، چې د دې انستتوت ۵۰ سلنه زده کونکي د لارو او کوڅو ماشومان دي چې دلته ورته د زده کړو زمینه برابریږي او په سمه توګه خپلو زدهکړو ته دوام ورکولې شي.
دی وایي، چې تر ۲۰۱۷ کاله به د موسیقۍ د زدهکړو ملي انسټيټوټ د پوهنې له چوکاټه بیل شي دا ځکه چې دې انستیتوت د ځان بسیاینې په لور ګامونه اخیستي دي.