د ځنځیر په نوم شرکت نن په کابل کې د «بُبر» په نوم د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړل.
د یاد شرکت مشر عبدالباري احمدزي پهدې اړه جوړې شوې غونډی ته وویل، دوې اوونۍ وړاندې په لومړي ځل دغه خدمتونه په کابل کې پیل شوي چې تراوسه یې ښه پایله ورکړېده.
ښاغلی احمدزی زیاتوي، تردامهاله ورسره ۲۰۰ موټرچلوونکي راجستر شوي او په عملي بڼه انلاین خدمتونه وړاندې کوي.
د ځنځیرشرکت رییس په وینا، د ببر خدمتونه په پرمختللې تکنالوژۍ سمبال او په راتلونکي کې به د تکنالوژۍ په مرسته داسې سېستمونه فعال کړي چې خلکو ته د اسانتیاوو برابرو ترڅنګ د فساد مخنیوی هم وکړي د امنیت په په ټینګښت کې هم ګټور تمام شي.
د ده په خبره، د بُبر ټکسي خدمتونو د کرایې په اړه د کابل د ډېرو تګلورو سروې شوې او بیا له یوې دقیقې محاسبې وروسته د هر تګلوري لهپاره داسې کرایه ټاکل شوې چی له بازار به ډېره لوړه نه وي. ښاغلي احمدزي دا هم وویل چې د ببر ټکسي خدمتونو پېرودونکي ته به له مرکز سره د تلیفوني اړیکې له لارې پر ټاکلې پتې ټکسي ورلېږل کېږي.
د ځنځیرشرکت رییس زیاته کړه، دغه خدمتونه به له امنیتي پلوه ګټور او د وخت ضایع کېدو مخه ونیسي.
ښاغلي احمدزي همداراز وویل چې د دغو خدمتونه هر موټرچلوونکي ته پر ځانګړي سیستم سمبال یو ټیلیفون په قسط ورکول کېږي چې خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ځنځیر شرکت رییس عبدالباري احمدزي دا هم وویل چې تر درېیوو میاشتو پورې به دوی د خلکو او ټکسي چلوونکیو داړیکو خدمتونه په وړیا توګه ترسره کوي؛ خو وروسته به د دوی د اړیکو د خدمت په بدل ېی له موټرچلوونکیو یو انداره کمېشن اخلي. د ده په وینا، ډېر ژر به دا خدمات هرات، کندهار، ننګرهار او مزار شریف ته هم وغځوي.