په کابل کې د افغان کرکټ ملي لوبډلو تود هرکلی وشو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه (۲۰۱۵م زيږديز کال د مارچ ۱۶ مه) له غرمې وروسته د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربه توب په ۲۰۱۵م کال کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د ګډون وروسته بېرته هیواد ته راستنه شوه.

هېواد ته په راستنېدو افغان کرکټ ملي لوبډلې ته د کرکټ بورډ چارواکو، مینه والو او رسنیو له خوا تود هرکلی وویل شو.

خو له کرکټ بورډ څخه تللي دوه لوړ پوړي چارواکي مرستیال عمومي مشرحاجي عزیزالله فضلي او مرستیال اجرایوي مشر دوست محمد نظري د نامعلومه دلاېلو له امله له لوبډلو سره هېواد ته را ستانه نه شول.

افغان کپټان محمد نبي عیسی خېل په هوایي ډګر کې رسنیو سره په خبرو کی وویل، چې افغان لوبډله په کرکټ نړېوال جام سیالیو کې اغیزمنه شتون درلود.

 نبي عیسی خېل زياته کړه، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي له کرکټ بورډ څخه منندوی دي، چې دوی ته یې نړېوال جام سیالیو ته د تیاریو په موخه په کمه موده کې اړینې تمرینې زمینې برابرې کړې.

یاده دې وي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره په پنځوس اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کی ولوبېده او د نړېوالو کرکټ کارپوهانو په اند په خپل لومړي ګډون کې يې لوبغاړي خورا ښه وځلېدل.

په دې سیالیو کې افغانستان په (الف) ګروپ کې له بنګله دېش، اسټرالیا ، سریلانکا ، نیوزیلینډ او انګلستان لوبډلو څخه ماتې وخوړې، خو یواځې سکاټلینډۍ لوبډلې يې په ګونډو کړل.

افغان کرکټ بورډ که څه هم په کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د افغانستان ګډون ستره لاسته راوړنه بولي، خو وایي، چې نړېوال جام سیالیو ته د ملي لوبډلې په تیاریو کې پخوانۍ ادارې ناغېړي کړې وه.

کرکټ بورډ ژمنه کړې ده، چې په کرکټ نړېوال جام سیالیو کې به د ټولو لوبغاړو موثریت د راتلونکو نړېوالو سیالیو لپاره ارزیابي کړي او د روزونکو او ټاکوونکي ډلګۍ له غړو سره به یې د ښه والي کوښښ وکړي.

 افغان کرکټ بورډ او لوبډلې د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربه توب نړېوال جام سیالیو کې د ښوو لوبو ژمنې ورکړې وې، خو دغه لوبډله په ځانګړي توګه د بیټینګ یا توپ وهنې په برخه کی د نېږدې شپږو بهرنیو بېلا ېیلو برخو روزونکو سره سره په بشپړه توګه ناکامه شوه، چې د یو شمېر لوبغاړو او د کرکټ بورډ د چارواکو خلاف پرې د کرکټ زیات شمېر مینه والو غوسې را وپاریدې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام