په کابل ښار کې پرله‌پسې چاودنو ۱ کس وژلی او ۱۷ یې ټپیان کړي

نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه وشوه چې نیم ساعت وروسته پرله‌پسې دوه نورې چاودنې هم وشوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په یادو چاودنو کې ۱ کس وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې یو خبریال، پنځه امنیتي سرتېري او پاتې نور ملکي وګړي دي.

د رحیمي په وینا، لومړۍ چاودنه د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو په کاسټر موټر کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې ده.

په ټپیانو کې پنځه امنیتي سرتېري او پاتې نور ملکي وګړي دي.

که څه هم رحیمي د یوه خبریال ټپي کېدل تاییدوي، خو په‌دې پېښه کې دوه خبریالان ټپيان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، د پېښې له ځایه د کابل روغتونونو ته د یوه کس جسد او ۱۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

دا داسې مهال دی چې په‌دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه په کابل کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ډېر شوي چې د خلکو د اندېښنو لامل شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام