د چین رسنیو د نړۍ د دې لوړې یخې ودانۍ د پرانېستې رپوټونه خپاره کړي دي.
دا لوړه ماڼۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړۍ ورځ د چین هاربین ښار په هیلانګ سیمه کې پرانېستل شوه .
دا یخه ماڼۍ «د یخ تاج» په نوم یادېږي او د هاربین د یخې سطحې په مخ جوړه شوې ده .
د
ا لوړه ماڼۍ ۵۱ متره ارتفاع لري او ۲۸۰۰متره مربع پراخوالي لري، چې د ګوتیګ او بروک د ساختماني موادو څخه جوړه شوې ده .
د یادې کلا د طراحانو رییس یانگ هوانگ وی وایي، ۱۶۰ هنرمندانو له ۳۶۰۰ یو متره ټوټو څخه په ګټې اخیستنې سره دا کلا جوړه کړې ده.
هیلانګ ژیانګ یو له هغو سيمو څخه دی، چې د ژمي په موسم کې سیلانیان ورته د تفریح له پاره راځي.
د هسکو ودانیو پرانېسته، ژمنۍ لوبې او په دغه ښار کې د روسيې ښایسته هوټل جوړېدلو دغه ښار ته د زیاتو سیلانیانو د ورماتېدلو لاملونه دي.
ډېری سیلانیان چې دغه ښار ته ورځي؛ اروپایان دي.