په چپرهار کې طالبانو ته په شکست ورکولو داعش ځان تورې بورې ته نږدې کړ

له تېرو ۴ ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او داعش اورپکو ترمنځ د سختو جګړو وروسته داعش وسله والو په سيمه کې واک ترلاسه کړی.

د ځايي سرچينو په قول نږدې ۶۰۰ طالب وسله والو په دې جګړه کې برخه درلوده، چې داعش هم اچين، شينوارو او کوټ ولسوالۍ څخه خپل وسله وال د طالبانو پر ضد جګړې ته راټول کړي دي.

د چپرهار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، چې د دواړو ډلو ترمنځ د جګړې له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي.

د هغه په وينا کوڅې خالي، دروازې تړلې او د بزګرۍ چارې په ټپه درېدلې دي.

د راپورونو پر بنسټ په جګړه کې بند پاتې خلک د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.

سرچينې وايي، چې طالبان او داعش په خپل منځ کې په سخته جګړه بوخت دي، خو افغان امنيتي ځواکونه په جګړه کې مداخله نه کوي.

سلام وطندار ته د کره ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ اوسمهال داعش ډله ځان د جهاد پرمهال د مجاهدينو مشهور سنګر تورې بورې ته نږدې کړی دی.

توره بوره د ننګرهار ولایت هغه سيمه ده، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په کې ځاله کړې وه او د امريکا پر ضد يې سخت مقاومتونه وکړل. 

د ځايي سرچينو په قول په دغه جګړه کې د طالبانو له لوري د نومول شوي والي مرستیال مولوي نېک محمد د خپلو ۸ ملګرو سره د بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله هم وژل شوی دی.

همدارنګه د چپرهار ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي افسر خان هم د راکټي برید له امله وژل شوی دی.

بل لوري د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي سلام وطندار ته وايي، چې په یاده جګړه کې ۱۱ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.

همدارنګه د هغه په وينا د داعش ډلې له خوا بیا ۵ وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند په وينا، افغان دولت به د دغه لوی مخالفت څخه ګټه واخلي  او دواړو اورپکو د ځپلو له پاره به جدي اقدامات وکړي.

په اچين او شينوارو ولسواليو کې د داعش وسله والو پر ضد له پوځي عملياتو وروسته دې ډلې چپرهار او خوږياڼو ولسواليو  ته مخه کړې.

چپرهار د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې د سپین غره، تورې بورې او د هېواد مرکزي ولايتونو سره پراخې غرنيزې لارې لري.

داسې اټکل کيږي، که چېرې داعش ډله د سپین غرونو او د تورې بورې څمڅو ته لارې پېدا کړي، نو په يوې نوې ګواښونکې او سخته جګړه ماره ډلې بدله شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام