د تېرې یکشنبې ماښام، چې د ليندۍ میاشتې له ۲۹ مې نېټې سره سمون خوري د چين په شینژن سيمه کې د یوې زورورې زلزلې له امله ۳۰ ودانۍ تر خاورو لاندې شول.
د راپورونو پر بنسټ په دغه پېښه کې شاوخوا ۹۱ تنه هم تري تم شوي دي.
د چين دولتي " سي، سي، ټي، وي" ټلویزيون کېد تر ۱۱ بجې د شپې پورې د ۵۹ تنو د تري تم کېدو راپور ورکړی وو، خو وروسته بیا د نورو رسنيو له لوري دغه شمېره ۹۱ ته پورته شوه.
دغه پېښه هغه مهال را منځ ته شوه، چې د کثافاتو یوه ډیرۍ او تورې خټې د ۲۰ متر مربع په اندازه ځمکه لاندې کړه.
د چين سيمه ییز چارواکي تایدوي، چې دغه پېښه طبيعي نه وه.
تر اوسه د اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه شته، خو د هانګ کانګ د برېښنا وېشنې برخې مسوولان وايي، چې له شینژن نه یې د ګازو یو نل لیکه، کوانګژو ته لېږدوله، چې د دې پېښې زیانونه یې ډېر کړل.
د دې پېښې په لومړیو کې اړوندو مسوولانو له سیمې نه ۹۰۰ بل ځای ته وړي او ځای یې له خلکو پاک کړی دی.
شینژن د چین په لویدیځ کې یو ځای دی، چې د ګواندونګ په ولایت کې موقعیت لري. په دې سیمه کې د لیوشي په نامه یو پارک موجود دی. د چینا پوسټ د راپور له مخې په دې ځمکښویېدنه کې شاوخوا ۱۵ مختلف شرکتونه زیانمن شوي دي