په پېژندپاڼه کې د مور نوم له لیکلو سره د پخوانيو طالب چارواکو مخالفت

د طالب ډلې یوشمېر پخوانیو غړیو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال په پېژندپاڼه کې د مور نوم له لیکلو سره مخالفت وښود.

دوی وايي، د غربي هېوادونو د پلانونو پلي کول د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ادارې مشر مولوي قلم‌الدین وویل، په افغانستان کې د اروپايي او غربي هېوادونو د پلانونو پلي کول ناشوني دي.

یو بل پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا هم په پېژندپاڼه کې د مور نوم لیکل د بهرنیانو پلان ګڼي او دا موضوع د منلو نه بولي.

د سولې دغې ولسي مجمع په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په پېژندپاڼه کې د مور نوم لیکل د مور نوم او د مور مقام ته سپکاوی دی.

خو یوشمېر مېرمنې وايي، په پېژندپاڼه کې د مور نوم لیکلو پر وړاندې هېڅ ډول دیني خنډ نشته.

سمیه او محبوبه وايي، اساسي قانون په پېژندپاڼه کې د مور نوم لیکلو ته اجازه ورکړې او پر وړاندې یې هېڅ ډول شرعي او قانوني خنډ نشته.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشري د کابینې د قوانینو کمېټې وړمه ورځ په پېژندپاڼه کې د مور نوم لیکلو موضوع تایید کړه.

تر دې وړاندې یوشمېر مېرمنو د (نوم مې چېرته دی؟) په نوم کمپاین کړی و او غوښتل یې چې په پېژندپاڼه کې باید د پلار ترڅنګ، د مور نوم هم ولیکل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام