د پکتيکا ولایت امنيتي ځواکونه دا مني، چې پاکستاني ځواکونه د دغه ولایت انګورو اډې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو په جوړولو بوخت دي.
دوی وايي، چې د لوړ پوړو مقاماتو له لوري دوی ته د برید کولو امر نه ورکول کيږي.
په سويل ختيځو ولايتونو کې د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصیر خپلواک له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې مرکزي ادارې له امر سره سم عمل کوي او نه شي کولی د دوی له امر پرته په سيمه کې پر جګړه لاس پورې کړي.
هغه وايي، چې مرکزي ادارې له لوري پر دوی امر شوی، چې یاده پېښه شوې ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
اخوا د ولسي جرګې لومړي نايب حاجې ظاهر قدير او په ولسي جرګه کې د نړېوال کمېسيون مشر قادرځاځي هم وویل، چې د افغانستان په سویل ختيځ پکتيکا ولایت کې پاکستاني ځواکونه د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پوځي تاسیساتو په جوړولو بوخت دي.
دوی له ولس مشر څخه وغوښتل، چې د پکتيکا د برمل ولسوالۍ انګورو اډه کې د پاکستاني ځواکونو لوري د تاسيساتو د جوړيدو کار ودروي.
په ولسي جرګه کې د نړېوال کمېسيون مشر قادر ځاځي وويل، چې د دوو اونيو څخه را په دې خوا په سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري په هغه سيمه کې، چې جګړه ورباندې شوې وه د پوځي تاسيساتو د جوړولو کار پيل شوی او په سيمه کې افغان سرحدي ځواکونه يي هم پر وړاندې چوپه خوله پاتي دي.
ځاځي زياته کړه، چې پاکستاني ځواکونه د خپلو ټانکونو سره راغلي دوې اوونۍ وړاندې راغلي او تر اوسه يې د تاسیساتو، دروازو او نورو چارو کار يې ۷۰ سلنه زياته شوې.
د ولسي جرګې لومړي نايب حاجي ظاهر قدير د پاکستان له لوري د تاسيساتو جوړول غير قانوني او تجاوز بولي.
قدير دا د ملي دفاع وزارت دنده بولي او وايي، چې د داسې کړنو مخه دې باید ونيسي.
د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ هم پر دې همدې مسله نښته وشوه، چې په پايله کې يې د چارواکو په خبره یو افغان سرتېری او ۸ پاکستاني سرتيري ووژل شول.