په پروان کې ځېنې پولیس، د ولسي خلکو په وژنه کې لاس لري

مموزی: هغه وسله لرونکي چې د ولسي خلکو په وژنو تورن دي؛ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري

په پروان ولایت کې له څه وخت راهیسې د وژنو او غچ اخیستلو پېښې زیاتې شوې دي، خو د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ سلام وطندار سره په مرکې ویلي دي، چې د شبکه یې وژنو او غچ اخیستلو د پېښو تر شا ځېنې حکومتي وسله لرونکي کسان لاس لري.

د پروان امنیه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي سلام وطندار ته وویل، هغه وسله لرونکي چې د ولسي خلکو په وژنو تورن دي؛ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې لري.

د مموزي پر خبره، دغه کسان د خپلو رخصتیو پر مهال جرمونه کوي او بېر ته خپلو دندو ته ورځي.

ویل کېږي، چې په پروان ولایت کې د پولیسو یو سرتېري او څو ولسي وګړو تر منځ له لفظي شخړې وروسته دغه سرتېري ۵ ولسي وګړي په وسله ووژل او وتښتېد.

په دوو بېلابېلو پېښو کې د ننګرهار یو سرتېری د چاریکارو بازار په یوې څنډه کې درې ولسي وګړي ووژل او همدا ډول له غزني ولایت نه پروان ته د پولیسو یو سرتېری راغلی و او په یوې پېښه کې یې ۵ تنه ولسي خلک ووژل.

د جنرال مموزي پر باور، د رخصتيو پر وخت باید له سرتېرو، وسلې او یا نور نظامي تجهیزات واخیستل شي او هغوی باید د وسلو د وړلو او له هغوی نه د ګتې اخیستلو اجازه ونه لري.

همدارنګه د پروان د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول عبدالمتین قدوسي وايي، چې نامسووله وسله وال کسان د امنیتي ځواکونو په موجودیت کې په څرګند ډول پر خلکو ظلم او زیاتی کوي.

  دغه وسله وال د پروان په اړوندو ۱۰ سیمو کې نظامي کمېټې لري

د قدوسي پر وینا، دغه نامسووله وسله وال کسان د پروان ولایت د مشهورو څېرو له موقفونو نه استفاده کوي او هیڅوک په دې اړه څه نه وايي، چې د دې تر شا د کوم کس لاس دی.

ویل کېږي، چې دغه نامسوله وسله وال د چاریکارو چوک، صیاد برګرام او سیدخېلو په سیمو کې مېشت دي او په ۱۰ نورو سیمو کې يې نظامي کمېټې جوړې کړې دي.

دوی د موټرسایکلونو په وسیله پنځه کسیزه ډله جوړوي او په ولسوالیو کې له خلکو په زوره پیسې اخلي.

که څه هم د پروان امنیه قوماندان وايي، چې د دغو ډلو د نیولو له پاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې، خو ښاریان بیا د قوماندان پر وعدو او ژمنو باور نه لري او وایي، چې دغو طرحو د امنیتي حالاتو په کابو کولو او ښه کولو کې هیڅ ډول بدلون نه دی راوستلی.

د پروان اوسېدونکي وايي، چې د دې ولایت نامسووله وسله والو کسان د طالب وسله والو څخه ډېر ظالمان دي.

د پروان اوسېدونکي وايي، چې د دې ولایت غیرمسوولو وسله والو په مراتبو سره په مرګ او ژوبله کې له طالبانو مخکې دي او د پروان د اوسېدونکي اصلي دښمنان هم همدغه وسله وال او د هغوی دولتي ملاتړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام