د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني حکومت په دې هېواد افغان سوداګرو ته ګواښ کړی، چې د ۶ میاشتو په اوږدو کې خپل کورونه او مارکېټونه خالي کړي.
د پاکستان په کوټه کې ازاد خبریال رازق برق سلام وطندار ته وویل، چې د پاکستان دولت ۱۲۰۰ سوداګرو ته چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پانګونې کړې دي، د پاکستان له سخت ضرب الاجل سره مخ شوي دي.
د برق پر وینا، پاکستاني حکومت د یاد شمېر سوداګرو نوملړ رسنیو ته ورکړی او په کې یې ویل دي، چې ژر تر ژره دې خپله پانګونه، له مارکېټونو او هټیو ټوله کړي او له دې هېواده دې ووځي.
یادو سوداګرو ته ویل شوي، چې شناخت کارټونه یې جعلي او ملکیتونه یې د پاکستانیانو په نومونو دي.
د برق په خبره، تر اوسه ځکه د دې ۱۲۰۰ افغان سوداګرو د پانګونې او ژوند برخلیک نامعلوم دی، چې نه یې افغان حکتومت غږ اوري او نه د پاکستان.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د دې خبرې پخلی کوي، چې په پاکستان کې د ۱۲۰۰ افغان سوداګرو پانګه له خطر سره مخ ده.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګریو او صنایعو خونو په ګډه سره د دې ستونزې د حل په اړه هڅې پیل کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان سفارت مسوولانو ته دنده سپارلې ده، چې ډېر ژر له دوی سره په دې اړه کره معلومات شریک کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني سلام وطندار ته وویل، چې د سفارت تر څنګ یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره خبرې کړې دي، چې د یادې ستونزې د هواري په موخه د خپل کار او اقدام په اړه معلومات ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې هم افغان سوداګر په پاکستان کې په بېلابېلو پلمو ګواښل شوي دي او کله ناکله خو داسې راپورونه هم رسنیز شوي دي، چې پاکستاني پولیس په ناقانونه توګه افغان سوداګر ځوروي او پیسې ترې اخلي.