د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا مسوول محمدنعیم ایوبزاده نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسي جرګې ټاکنو پر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو بېمخینې هر اړخیز فساد کړیدی.
ښاغلي ایوبزاده زیاته کړه چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د نورو ټاکنو په پرتله دا خلاقي فساد کچه لوړه وه؛ خو دی په فساد کې د ښکېل کسانو نومونه نه په ډاګه کوي.
د ده په خبره، په مفسدو کسانو کې مېرمنې هم شاملې دي.
د ښاغلي ایوبزاده په وینا، د ټاکنو کمېسیون د ښځینهوو نوماندو رایې په کابل کې لوړې کړېدي.
د ټیفا موندنې ښیي چې له یو زر تر ۳۰۰ زرو ډالرو له هغو نوماندانو غوښتل شوي چې نومونه یې په لومړني نوملړ کې شامل شوي.
د ټیفا بنسټ مشر زیاتوي چې ډېر فساد او درغلي د رایو بیا شمېرنې پرمهال شوې او د نوماندانو د پایلو پاڼې د ټاکنو د ورځې په پرتله پهکې توپیر راغلی دی.
ښاغلی ایوبزاده وایي، د ټیفا د موندنو پر بنسټ، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشاء رییس احمدشاه زمانزی او همکاران یې خېبرسعیدي، ناصرمومند، حیدر مومند، زمری قلمیار او ابراهیم سادات ملي فساد ته زمینه برابره کړېده.
د ټیفا چارواکي د افغانستان له عدلي او قضایي څانګو د دغو کسانو څارنه غواړي.
د ټیفا موندنې ښيي چې د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدلو کمېسیون څارونکیو هم د نوماندانو د یوې رایې زیاتولو په بدل کې له ۸۰ تر۱۰۰ ډالرو غوښتنه کړېده.
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سیدحافیظ الله هاشمي سلام وطندار ته وویل چې د لګېدلو تورونو په اړه دې تحقیق وشي او دغه کسان دې معلوم شي چې د خلکو له رایو سره یې لوبې کړېدي.