سلاموطندار ته رسېدلي اسناد ښيي چې د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکیو د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان په توګه د حیاتالله سمنګاني د ګومارنې په لومړۍ ورځ اعتراض کړی او څو ځلې یې د سمنګانو ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، امنیتي معینیت، د پامیر ۷۰۷ ساحوي زون قوماندانۍ او له جنايي جرایمو سره د مبارزې مدیریت ته غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د ښاغلي سمنګاني «د جنایتونو د څېړنو» او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنې یې ورنه کړېدي.
خو اوس چې څو کاله تېرېږي؛ حیاتالله سمنګاني لهدې ولایته د ولسي جرګې ټاکنو ته د مخکښو نوماندانو نوملړ کې شامل دی او دغو دوسیو ته لاسرسی نهدی شوی.
د اسنادو پر اساس، د سمنګان د ایبک ښار قومي مشر حاجي برهان خواجه ادعا لري چې شاوخوا دوه کاله مخکې یوه شپه ـ کله چې یې غوښتل د خپل زوی د واده له مراسمو وروسته خپل یو زوی سره کور ته لاړ شي ـ «لرغان» سیمه کې حیاتالله سمنګاني د ده او د هغه د زوی د وژلو هوډ لرلو چې دغه پېښه کې یې یوازې زوی ټپي شو او دی له پېښې روغ ووت.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د لومړۍ حوزې د امنیت امریت مکتوب کې راغلي چې د ۱۳۹۶/۸/۲۱ نېټې تر تعقیب لاندې کسانو د حضور خبر ور ورسېد چې د نیولو لهپاره یې پنځه سرتېري ور ولېږل شول؛ خو تر تعقیب لاندې کسان له پولیسو سره نښته وکړه.
د دغه مکتوب یوه برخه کې راغلي: «د حضرت سلطان ولسوالۍ امنیې قومندانۍ کې سرتېری شادمان د نوروز زوی، چې وسلهوال برید کې د ښکېلتیا په دلیل تر جلب لاندې دی، د پولیسو پرسونل سره وسلهواله نښته کوي، او ۴۰ دقیقې نښته دوام کوي، چې همدې موده کې د یادې ډلې نور کسان تښتي. دغه نښته کې مولالدین د برهان خواجه زوی چې د لارښونې په موخه پولیسو ته تللی وو، ټپي شوی دی.»
د دې ترڅنګ، د سمنګانو پولیسو امنیې قوماندانۍ ته د کورنیو چارو وزارت مکتوب کې هم حکم شوی، حیاتالله چې په بري پېژندل کېږي او حکمتالله چې په قوماندان تور مشور دی او د دوی تر امر لاندې کسان چې له دولتي امکاناتو په ګټنې د برهان خواجه له لوري په غلاوو او نورو کړنو تورن دي؛ هر څه ژر ونیول شي.
خو ترلاسه شوي اسناد ښيي چې د حیاتالله سمنګاني او د هغه تر امر لاندې کسانو نیولو لهپاره د سمنګان امنیې قوماندانۍ، ولایت مقام او د دغه ولایت د نظامي څارنوالۍ هڅې بېپایلې دي او خلک ان د دوسیو څېړلو او پر خپلوانو د ظلم، استبداد، وژنو او وسلهوالو بریدونو د لاملونو مجازات لهپاره، کورنیو چارو وزار، امنیتي معینیت، لویې څارنوالۍ او ولسي جرګې ته مراجعه کوي.
د ایبک ښار له قومي مشرانو څخه برهان خواجه چې وايي، حیاتالله د ده او د دوو زامنو د وژلو هوډ لرلو.
د سمنګانو اوسېدونکو د اندېښنو په دوام، د دې ولایت والي د ملي امنیت ریاست، ولایت مقام، ولایتي شورا، د امنیې قومندانۍ او د استېناف ریاست څخه یو ګډ پلاوی ګومارلی چې پر حیاتالله او د هغه تر امر لاندې کسانو ـ چې د خلکو له لوري پرې د وژنې، ډزو او نور تورونه لګېدلي ـ وڅېړي.
د دغه پلاوي رپوټ کې راغلي چې بلاخره د امنیت محترم امریت د ۱۳۹۶/۸/۵ نېټې په ۱۱۰۱ شمېرې مکتوب کې د یاد پلاوي لېږل شویو مکتوبونو ځواب کې څرګندوي چې د حکمتالله په نوم کس له هېواده بهر سفر کړی او د پولیسو برحاله افسر حیاتالله او پاتې تر جلب لاندې کسان د خپلو اوسېدو کورونو کې نه وو موجود چې په پټه توګه تګ ـ راتګ کوي.
د پلاوي راپور پر بنسټ دا چې د یادو ټولو ارګانونو له لوري هېڅ تورن شخص د معلوماتو لهپاره نهدی حاضر شوی او هغه معلومات ـ چېد برهان خواجه او د شاهدانو شهادت له لوري وړاندې شوي ـ د برهان خواجه ادعاوې ثابتوي.
د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ قومي مشران جمعهرییس او حاجي خیرمحمد ـ چې حیاتالله په قتل تورنوي ـ وايي، چې قوماندان بري د دوی قاتلانو او غلو ته پهخپل کور کې ځای ورکړی او کله یې چې بازار کې هم وویني او پولیس ور ولي، نه یې شي نیولی.
نور مدارک ښيي، چې حیاتالله سمنګاني د حضرت سلطان له امنیې قوماندانۍ څخه له ګوښه کېدو وروسته نظامي تجهیزات چې ماشینداره پیکا، راکټانداز، بمانداز، څلور میله کلاشینکوف، یو میل میکروف تفنګچه، په کودان مخابرې سمبال یو عراده رنجر، دوې پایې جمر او دوې لاسي متر ولا مخابرې پهکې شاملېږي، بېرته یې امنیې قوماندانۍ ته نهدي سپارلي.
په همدې حال کې ښاغلي سمنګاني له سمنګانه ځان د ولسي جرګې ټاکنو ته ونومولو، چې لومړیو پایلو کې یې له ۹ زرو څخه د ډېرو رایو په وړلو سره، له سمنګانه دویم مخکښ نوماند ګڼل کېږي.
د سمنګان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفتر د حیاتالله سمنګاني د شکایتونو د قضیې په اړه څه نه وايي؛ خو زیاتوي چې د ټاکنیزو شکایتونو له څېړلو وروسته کمېسیون څو تنه له نوملړ څخه حذف کړي او ځېنو ته یې خبرداری صادر کړی، چې ښايي سمنګانی هم پهدې نوملړ کې شامل وي.
د سمنګان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفتر مسوول اسدالله عظیمي سلام وطندار ته وايي، که څه هم وروسته یې په کار پیل وکړ؛ خو ځېنو دوسیو ته به په مشخص وخت کې رسېدنه وکړي.
خو حیاتالله سمنګاني د دې ټولو تورونو په ردولو سره وايي، چې د شخصي او قومي دوښمنیو له امله پرې ځېنو تور پورې کړی او هڅه کوي چې ده ته دسیسې جوړې کړي.
د ښاغلي سمنګاني په خبره، هغه د ولسي جرګې لهپاره له نوملیکنې مخکې ټول تجهیزات او وسلې بېرته د حضرت سلطان ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته سپارلي دي.
سلام وطندار لهدې مخکې هم د ولسي جرګې د مخکښو نوماندانو ، له فراه څخه د عبدالستار حسیني په اړه چې دې ولایت کې په زورواکۍ، قتل او د فراه د پخواني والي اصف ننګ په وژلو تورن و او له سرپله د نوماند اسدالله ایوبي په اړه چې په زورواکۍ او ټاکنو کې په درغلۍ او فساد تورن و ، څېړنیز راپورونه خپاره کړيوو.