په ولسي جرګه کې د ولسمشر تقنیني فرمان پر سر د وکیلانو ناندرۍ

ټاکل شوې وه، چې ولسي جرګه نن (شنبه جون ۱۱مه) له اجنډا سره سم په ټاکنیز نظام کې د سمون په پار د ولسمشر په تقنیني فرمان ته رایه ورکړي؛ خو د ټاکنیزو کمېسیونونو د دندو او واکونو پر سر لانجو له امله یو ځل بیا دغه قانون د ولسي جرګې له تصویبه پاتې شو.

وکیلانو په دې پرېکړه وکړه، چې د زیات بحث له پاره دغه فرمان ګډ کمېسیون ته راجع کړي.

د ولسي جرګې غړي په دې ماده په یوې خوله نه وو، چې ولسمشر له اجرایوي ریاست سره په سلا مشوره د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنران وټاکي.

په ورته وخت کې ځېنې وکیلانو یو پر بل د ټاکنو د ځنډولو تور پورې کړ او زیاته یې کړه، ځېنې وکیلان نه غواړي، چې د لسمشر تقنیني فرمان تصویب شي او په ټاکنو کې سمون را منځته شي.

په دې اړه د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفیې وویل، چې یو شمېر وکیلان د شخصي ګټو پر بنسټ نه غواړي، چې دغه فرمان تایید شي.

کوفیې وویل، چې ځېنې وکیلان په دې پوهېږي، که دغه فرمان د تایید رایه واخلي او د ولسي جرګې ټاکنې وشي دوی نه شي کولی، چې د خلکو د باور رایه واخلي او دغه وکیلان د ټاکنو خنډ ګرځي.

له بل لوري د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي وايي، چې د جرګې غړي د ټاکنو ترسره کول غواړي، خو حکومت د ټاکنو د تر سره کولو له  پاره اراده نه لري.

دی وايي، که حکومت د ټاکنو اراده لرلی، نو په پخواني جوړښت به یې ټاکنې کړې وې.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د غونډې په پای کې وویل، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د سمون راوستلو په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان په اړه پرېکړه لا ډېر فکر ته اړتیا لري او  ولسي جرګې په ګډ کېسیون کې به پرېکړه پرې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام