په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو او د دواړو لوریو ترمنځ روانو جګړو د هېواد پر سیاسي ډګر هم اغېز کړی او د ارګ ویاند او سیاسیونو ترمنځ یې ناندرۍ راپورته کړې دي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال او مخکیني او اوسني حکومت ځینو چارواکو په ټولنیزو رسینو کې یو د بل پروړاندې خولې خلاصې کړې دي.
ځینو پخوانیو چارواکو په روزګان او غزني ولایتونو کې د طالبانو بریدونو او په کابل کې یې لهپاره د شویو لاریونونو په اړه پر حکومت نیوکې کړي چې د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي یې هم غبرګون کې په خپله فېسبوکپاڼې کې هغوی ته د بېشرمه خطاب کړی دی. نوموړي لیکلي:
«ښاغلی اتمر، نبیل، صالح او زاخېلوال! د خپل ماموریت پرمهال مو څو هزاره ګانو ته د کار او فعالیت اجازه ورکړې، څو ځلي دایکندي او جاغوري ته تللي یاست؟ ایا افغان سیاستوال د شرم په نوم هم څه پېژني.؟»
د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبيل هم په خپله فېسبوکپاڼې کې لیکلي چې د ارګ ویندویان احساساتي او ناپوه دي. دوی د پوهاوي او افغانانو ته د ځواب ورکولو پرځای، له سیاستوالو سره جګړې کوي.
په همدې حال کې د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم په خپله فېسبوکپاڼې کې لیکلي، د هېوادوالو په ملاتړ غږ اوچتول شرم نه، بلکې له هغوی سره خواخوږي ده.
ښاغلي اتمر لیکلي:
«یوازې اتمر نهدی چې تاسو یې په حق کې بېانصافي کړې، بلکې هر هغه شخصیت چې تاسو یې یادونه کړې، ورته کارنامې لري او له تبعیض نه خوندي دي؛ نو له تاسو هم لږ تمه کېږي چې له څلور واړو ملي شخصیتونو نه بښنه وغواړئ او راتلونکي کې د لفظي بریدونو پرمهال له زغمه کار واخلئ.»
بلخوا د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح له شاهحسین مرتضوي غوښتي چې د هېواد روان ناسم وضعیت لهپاره حیا وکړي او له حکومت نه یوه څنګ ته شي.
یوشمېر رسنۍ د ولسمشر د ویاند مرستیال فېسبوکي ناندرۍ او توهین ناسم او غیر مسلکي بولي.
د هشتصبح ورځپاڼې مدیر مسوول فردوس کاووش پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، د عامه اړیکو کارکوونکي او مدیران باید د دولت د نورو مامورینو په څېر خپلې دندې ته چې اطلاعات رسول دي، تابع واوسي. نوموړي دا ډول چلن غیرمسلکي او د دولت ترېبون لهپاره زیانمن بللی دی.
یوشمېر نور بیا باور لري چې د ارګ مرستیال ویاند په دا ډول چلن سره حکومت ته زیان اړولی او له ولسمشرۍ ماڼۍ سره یې د خلکو کرکه ډېره کړې ده.
موږ وغوښتل پهدې اړه د شاهحسین مرتضوي نظر هم واخلو، خو نوموړي سلاموطندار ته وویل، هغه څه یې چې پر فېسبوک لیکلي، پرې باور لري.