په وروستیو شېبو کې له انساني قاچاقیانو د یوه ځوان ژغورل کېدل

کبیراحمد د هغه ځوان مستعار نوم دی چې غوښتل یې په هېواد کې د ناامنۍ، اقتصادي او ځینو نورو ستونزو له کبله اروپا ته لاړ شي.

نوموړي د کابل په حبیبیې لېسه کې د ښوونځي دوره پای ته ورسوله او څو کاله وړاندې د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي ته بریالی شو. له څلور کلنو زده‌کړو وروسته یې په‌ یاده څانګه کې لیسانس ترلاسه کړ، خو د ناامنیو، اقتصادي ستونزو او په اروپا کې د یوه ښه ژوند لپاره یې اروپا ته د تګ خیال په سر کې و.

کبیراحمد وايي، اروپا ته د تګ پرېکړه یې وروستۍ او ان له قاچاقي سره یې اړیکه ونیوله چې اروپا ته د قاچاقي تګ د جزیاتو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د نوموړي په وینا، قاچاقیانو اروپا ته تګ ورته د یو ګیلاس اوبو څښلو په څېر وښود او ژمنه یې ورسره وکړه چې د لس زرو ډالرو په بدل کې به یې د ایران او ترکیې له لارې المان ته رسوي.

که څه هم د کبیراحمد کورنۍ نوموړي ته د تګ اجازه نه ورکوله، خو ده ټینګار کاوه چې باید د یوه ښه ژوند لرلو په موخه اروپا ته لاړ شي.

هغه چې اروپا ته د تلو په خیال کې و، په ناڅاپي توګه یې یو ماښام له سلام‌وطندار راډیو نه اروپا ته د صدیق‌الله په نوم د یوه ځوان د قاچاقي تګ کیسه واورېده.

د کبیراحمد په وینا، د صدیق‌الله کیسه لامل کېږي چې دی اروپا ته له قاچاقي تګ نه راوګرځي.

کبیراحمد د صدیق‌الله د ژوند کیسې په اورېدو سره، اروپا ته د قاچاقي تګ پر مهال له سختو لارو خبرېږي او اروپا ته د ناقانونه تګ فکر له ذهن نه وباسي.

کبیراحمد اوس د کابل ښار په یوه درملتون کې کار کوي او هغو ځوانانو ته چې اروپا ته د تګ فکر لري، لارښوونه کوي چې انساني قاچاقیان یې و نه غولوي او له ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته له تګ نه تېر شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام