په هلمند کې د سره صلیب چارواکي وايي، که څه هم په روان میلادي کال کې یې د مصنوعي غړیو لهپاره د هغو ۷ زرو کسانو غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې د جګړو له کبله یې لاسونه او پښې پرې شوي، خو دوی د هغو کسانو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي چې رسمي دندې لري یا هم له لرې سیمو نه راغلي دي.
د سنګین ولسوالي یو ۳۶ کلن اوسېدونکی چې د ماین چاودنې له کبله یې دواړه پښې او یوه سترګه له لاسه ورکړې او د سره صلیب دفتر ته د مصنوعي پښو لهپاره راغلی وايي، د جګړې ښکېلې خواوې د خلکو ژوند پرځای، خپلو موخو او ګټو ته ګوري.
نوموړی وايي، دواړه لوري دې په عامه لارو او ځایونو کې د ماین له اېښودلو ډډه وکړي او دغه راز دې د جګړې پرځای یو له بل سره سوله وکړي.
په همدې حال کې ډاکټر مطېعالله چې خپله هم معلول دی وايي، په دې ولایت کې زرګونه کسانو د جګړې له کبله د وجود غړي له لاسه ورکړي او سور صلیب ورته نه یوازې مصنوعي غړي ورکوي، بلکې د وړتیاوو په اړه یې ورته لارښوونه هم کوي.
بلهخوا د کابل اوسېدونکی محمدنسیم چې خپله هم معلول دی او له تېرو ۷ کلونو راهیسې په لښکرګاه کې د سره صلیب په اورتوپیدي مرکز کې د مصنوعي لاسونو او پښو په ورکشاپ کې کار کوي وايي، په هېواد کې روان وضعیت هېڅ د زغم نهدی، هر کال هغو زرګونو ښځو او ماشومانو ته مصنوعي لاسونه او پښې جوړوي چې د جګړې له کبله یې له لاسه ورکړي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه مرکز کې د پولیو ناروغانو لهپاره هم پښې جوړېږي او روغو کسانو ته پهکار ده چې له معلولو هغو سره سم چلن وکړي.
هلمند چي په هېواد کې د روانې شاوخوا پنځلس کلنې جګړې تر ټولو تود سنګر پاتی شوی، ډیر داسې نور قربانیان به هم لري چې ښايي تراوسه د لاسونو او پښو اچولو لهپاره د سره صلیب مرکزونو ته راغلي نه وي.
په لښکرګاه کې د سره صلیب د دفتر مسوول انتوني ابي نادر په یوه خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د روانو ناامنیو شدت ډېر کله د دوی کارونه هم له ستونزو سره مخ کوي.
انتوني ابي نادر د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د خپلو جګړو، بریدونو او چاودنو پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
د یادونې ده چې د سره صلیب د لښکرګاه څانګه د اورتوپیدي خدمتونو ترڅنګ، له خلکو سره د خپلو زندانیانو د لیدو کتو، ټيلیفوني اړیکو او لیکونو د لېږد اسانتیاوې هم برابروي. دغه راز د دواړو لوریو د ټپیانو په درملنه کې هم مرسته کوي.