د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو او ناټو ځواکونو د دې ولایت د مارجې ولسوالۍ د چور څلورلارې په سیمه کې د طالبانو په یو زندان عملیات کړي دي.
ځواک سلام وطندار ته وویل، چې په دغو ګډو عملیاتو کې له زندان څخه ۱۰۱ تنه ولسي خلک او سرتېري راخوشې شوي او د زندان ۵ تنه ساتونکي وژل شوي دي.
هغه وايي، عملیات په کندهار کې د مېشتو افغان ځانګړو ځواکونو لوري شوي او له زندانه راخوشې شوي ټول کسان یې کندهار ته وړي دي.
ځواک وايي، دا به وروسته معلومه شي، چې په راخوشې شویو کسانو څومره ولسي وګړي او څومره سرتېري دي.
وسله والو طالبانو تراوسه د دې زندان د ماتولو په اړه څه نه دي ویلي.
تردې مخکې هم افغان ځواکونو په نوزاد، نهرالسراج او نادعلي ولسوالیو کې د طالبانو زندانونه مات کړي وو او زیات شمېر نظامي او ولسي خلک یې ترې ژغورلي وو.