په هلمند کې ولس د پاکستاني ځواکونو تاسیسات په بمونو والوځول

له هلمند ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو تاسیسات د سیمې خلکو په بمونو الوځولي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د تیرو دوو اونیو راهیسې پاکستاني ځواکونو د هلمند د دیشو ولسوالۍ د بهرامچې په سیمه کې د افغانستان په خاوره کې دننه خپل بیرغ  پورته کړی او غواړي یاده سیمه ترخپلې ولکې لاندې راولي، خو وروسته بیا د دوی دا کړنه د سیمې د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د ملي دفاع وزارت اوپراتیفي مرستیال او د هلمند  له پاره د ولسمشراوپراتیفي استازی تورن جنرال عبدالجبارقهرمان نن سه شنبه( مارچ ۸مه) سلام وطندار ته وویل، دغه تاسیسات د سیمې خلکو پاڅون په پایله کې په بمونو والوځول او پاکستانۍ ملیشۍ یې شاه تګ ته اړ کړي دي.

قهرمان زیاته کړه، چې د ملامنصور په مشرۍ طالبانو هم پاکستان ته ددغو تاسیساتو جوړولواجازه ورکړې، خو د طالبانو ځینو نورو ډلو بیا ددغه کار مخه نیولې وه.

قهرمان په ورته وخت کې وویل، چې اوس‌مهال له افغان ځواکونو سره د امریکا هوایي ځواکونه هم بشپړه مرسته کوي.

ډیورنډ کرښه ۱۶۲ کیلومتره له هلمنده تیره شوې، چې تر ډیره دا کرښه اوس‌مهال  د ناامنیو له امله بې دفاع پاتې او د څارنې په برخه کې یې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې کوم اقدام نه دی شوی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام