والي میرزاخان رحیمي په لښکرګاه ښار کې يوې خبري غونډې ته وویل، جګړه په شمالي ولسوالیو کې ملااخترمحمد منصور په دې موخه پیل کړې وه، چې د پاکستان استخباراتي ادارو ته وښیي چې قوت یې اوس هم ټول دی او دتیت او پرک حالت څخه یې ژغورلی شي.
ده زیاته کړه له تیرو څو اونیوراهیسې، چې امنیتي ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات ددغه ولایت په موسی کلا، سنګین، نوزاد او کجکي ولسوالیو کې ترسره کړي د وسله والو طالبانو جنګي ماشین یې له منځه وړی دی.
نوموړی وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يې ۱۵۰ طالب وسله وال وژلي دي.
رحیمي وایي، چې اوس په سیمه کې امنیت ټینګ شوی دی.
د نوموړي په وينا د کجکي لویه لاره به خلاصه شي او اوسمهال په سيمه کې حالت قابو شوی.
د راپورونو پر بنسټ د جګړې له امله ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
دهلمند چارواکي داسې مهال د وسله والو طالبانو جنګي ماشین له منځه وړلو خبرورکوي، چې د دولت وسله والو مخالفینو د سنګین نوزاد، موسی کلا ولسوالیو له بریدونوڅخه وروسته پرکجکي داسې مهال برید وکړ، چې له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ځواکونو هلته د مهماتو نشتوالي سره سره د خوراکي توکو کمښت خبرې هم کولې.
خو دولتي لوری وایي، هلته اوس امنیت پخواني حالت ته بیرته ګرځیدلی دی.