په هلمند او هرات کې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې راګرځول شوي

د هلمند د عدليې رییس حاجي طیب سلام وطندار ته وویل، چې په هلمند کې يې له تېرو څو کلونو راهیسې د خپل ماموریت پر مهال ۱۷ زره جریبه دولتي ځمکه د خلکو او دولتي چارواکو له غصبه خلاصه کړې او بېرته يې دولت ته سپارلې ده.

د نوموړي په وینا، ٢٩٠ بابه هغه دولتي دوکانونه، چې د ښاروالۍ او يو شمير نورو ادارو پورې اړه درلوده، خلکو پرې خیټه اچولې وه بېرته ښاروالۍ ته سپارلي دي.

دهلمند ولايت د عدليې ريیس وايي، چې په دې غصب کې معمولي کسان ښکيل نه دي.

هغه زیاتوي، چې د پارلمان له وکيلانو نيولې تر دولتي چارواکو، ولايتي شورا وکيلانو، قوماندانانو او يو شمير نورو کسانو پورې په دې غصب کې لاس لري.

یاده دې وي، چې همدغې ادارې ۹ کاله وړاندې یوازې ۳ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې وه.

همدارنګه د یاد ولایت د عدليې رییس حاجي محمد طيب په دې اړه څه ونه ويل او نه يې هم څرګنده کړه، چې دا ځمکې د هلمند په کومو سيمو، د چا له خوا غصب شوې وې.

خو زیاته يې کړه، که چېرې دولتي ادارې وغوښتل، نو نومونه به يې افشا کړي.خو د هلمند ولايت د ولايتي شورا غړي بیا وايي، چې هلمند کې ښارونه غصب شوي.

د ولايتي شورا غړی بشيراحمد شاکر بیا وايي، چې هلمند کې له تېرو څو کلونو راهيسې دومره ځمکه غصب شوې، چې اوس د یوې ښوونځي د جوړېدو له پاره لویشت ځمکه هم دولت په واک کې نه لري.

له بل لوري له هرات څخه را رسېدلي راپورونه هم په ډاګه کوي، چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۹۰ سلنه غصب شوې ځمکه بېرته دولت ته سپارل شوې ده.

محمد ابراهيم محبوب د اراضي مديريت د ثبت او نتايجو مدير وايي، چې له تيرو دوو لسيزو راهيسې په دې ولايت کې ۶۴ زره او ۶۹ جريبه ځمکې د هرات په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر کسانو له لوري غصب شوي دي، چې د هغې له جملې نه يې ٥٢ زره جريبه ځمکه بيرته د دولت لاس ته ورغلې ده.

په همدې حال کې جيلاني فرهاد د هرات ولايت مطبوعاتي مسول وايي، چې لاس ته راغلې ځمکې د هيواد په کچه تر ټولو لوی رقم يي ترلاسه کړی او په دې برخه کې بريالي دي.

فرهاد وايي، دعدليې رياست قضايي ادارې، مدني ټولنې او ولايتي شورا له ولايت سره د ځمکې په بيا ترلاسه کولو کې بريالي وو.  

هلمند کې د غصب شویو ځمکو په اړه د عدليې رییس په داسې حال کې خپل راپور ورکوي، چې څو میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني امر وکړ، چې د هېواد په ټولو ولايتونو کې دې غصب شوې ځمکې په نښه او د غاصبینو نوملړ دې خپور شي.

یاده دې وي، چې اوسمهال په هلمند ولایت کې له تېرو څو کلونو راهيسې شاوخوا١٢٠ زره جريبه ځمکه د يوشمير دولتي چارواکو او زورواکو له لوري غصب شوې ده.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام